پاکستان د ایران د منځګړیتوب له وړاندیز څخه هرکلی وکړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ایران له لوري د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب له وړاندیز څخه هرکلی کوي.یاد وزارت ټینګار کړی، چې پاکستان د پولو د ترهګرو په اړه قوي دوسیه لري او د هېڅ منځګړیتوبکوونکي له ونډې به ډډه ونهکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د یکشنبې په ورځ د ایران د وړاندیز په اړه چې غواړي د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره سیمهییزه ناسته جوړه کړي، وویل: «ایران زموږ ورور هېواد او نږدې ملګری دی. پاکستان تل د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د سولهییزو حللارو ملاتړ کړی دی. موږ د خپل ورور هېواد ایران د منځګړیتوب له وړاندیز څخه مننه کوو.»
پاکستان څو ځله له طالبانو غوښتي، چې د دواړو هېوادونو پر پوله د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې ایران کولای شي په دې بهیر کې مهم رول ولوبوي.
هغه وویل: «عموماً هغه هېوادونه چې په یوه حقوقي یا سیاسي قضیه کې کمزوری دریځ لري، له منځګړیتوبه ناراضه وي. خو د افغانستان له خاورې سرچینه اخیستونکي ترورېزم په اړه د پاکستان دریځ ډېر قوي دی.»
په وروستیو اوونیو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې د تحریک طالبان پاکستان د موضوع او د پاکستان د هوایي بریدونو له امله ترینګلې شوې دي.