-
د صهیونیسټ رژیم ورځپاڼه: ایران اخري خبره وکړه
Jun 09, 2026 11:34پارس ټوډې – د عبري ژبې یوې ورځپاڼې صهیونیسټ رژیم ته په وروستي توغندوي ځواب کښې د ایران د قدرت په ثابتیدا اعتراف وکړ.
-
د امریکا د ایران ضد پریکړه لیک د مسودې د پایلو په هکله د روسیې خبرداری: دغه پریکړه لیک شرمونکی دی
Jun 09, 2026 11:16پارس ټوډې – په ویانا کښې په نړیوالو موسسو کښې د روسیې سفیر «میخائیل اولیانوف» د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د امریکا د ایران ضد پریکړه لیک مسوده شرمونکې وبلله او د هغې د پایلو په هکله یې خبرداری ورکړ.
-
په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د صهیونیسټانو د سنګرونو پرضد د حزب الله شپاړس بریدونه شوي
Jun 09, 2026 10:53پارس ټوډې – د لبنان حزب الله غورځنګ په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د صهیونیسټ رژيم د هدفونو پرضد شپاړس عملیات وکړل.
-
بقايي: د ایرانیانو د شتنمیو په غلا کولو کښې د امریکا ویاړ شرمونکی دی
Jun 09, 2026 10:41پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» په خپلې شخصي اینټرنیټ پاڼه کښې د امریکا د خزانې د وزیر د څرګندونو د ویډیو په خپرولو سره ولیکل:د ایرانیانو د شتمنیو په غلا کولو ویاړ کول شرمونکی دی.
-
د ټرمپ تشه ادعا، په دوو اوونیو کې د ایران په خلاف په جنګ کې د بریا اعلان کوو
Jun 09, 2026 07:49پارس تودی-د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ ، د خپلو ګډوډو خبرو په دوام کې، بیا ځلې ادعا وکړه: متحده ایالات به په راتلونکو دوو اونیو کې پر ایران «د بشپړه بریا» اعلان وکړي.
-
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خوشي کېدو غوښتونکی شو
Jun 09, 2026 07:48پارس تودی-په ملګرو ملتونو کې د ایران دائمي استازی امیر سعید ایروانی د دې په بیانولو سره چي په افغانستان کې د اقتصادي حالاتو د ښه کېدو لپاره له هڅو څخه باید ملاتړ وشي، وویل: د افغانستان کنګل شوي شتمني باید له کوم قید او شرط پرته خوشي شي.
-
د امریکا استازی ادعا وکړه چي طالبان لا هم ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي
Jun 09, 2026 07:43د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا مرستیال استازي جفري بارتوس د افغانستان په اړه غونډه کې طالبان تورن کړل چې د ترهګرۍ ضد ژمنو ته نه دي پابند او لا هم ترهګرو ډلو ته خوندي پناه ځایونه برابروي.
-
د اسرائیلو په خلاف د ایران د وسله والو ځواکونو بریدونه پای ته ورسېدل/ د تیروتنې په هکله خبرداری
Jun 09, 2026 07:39پارس تودی- په ایران کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د حضرت خاتم الانبیا (ص) مرکزي قرارګاه د اسرائیل رژیم په خلاف د وسله والو ځواکونو د عملیات د پای ته رسېدو خبر ورکړ.
-
د ایران د ملي امنیت د شورا منشي د هر ډول تېروتنو په باب خبرداری ورکړ
Jun 09, 2026 07:37پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د ملی امنیت د لوړې شورا منشي ټینګار وکړ چي که د شیطان ائتلاف کومه تېروتنه وکړي، ټوله سیمه به ورته په دوزخ باندې بدله کړو.
-
د ایران ولسمشر وایي چي له هیڅ ډول ګواښ څخه نه ویریږو
Jun 09, 2026 07:35پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر اعلان وکړ چي په پوره ځواک سره د خپل ولس له حقوقو دفاع کوو او د هیڅ ډول ګواښ په وړاندې شاتګ نه کوو.