د صهیونیسټ رژیم ورځپاڼه: ایران اخري خبره وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173976-د_صهیونیسټ_رژیم_ورځپاڼه_ایران_اخري_خبره_وکړه
پارس ټوډې – د عبري ژبې یوې ورځپاڼې صهیونیسټ رژیم ته په وروستي توغندوي ځواب کښې د ایران د قدرت په ثابتیدا اعتراف وکړ.
(last modified 2026-06-09T08:43:51+00:00 )
Jun 09, 2026 11:34 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژیم ورځپاڼه: ایران اخري خبره وکړه

پارس ټوډې – د عبري ژبې یوې ورځپاڼې صهیونیسټ رژیم ته په وروستي توغندوي ځواب کښې د ایران د قدرت په ثابتیدا اعتراف وکړ.

پارس ټوډې سایټ د مهر خبري اژانس په قول راپور ورکړ، «یدیعوت احارانوت» عبري ژبې ورځپاڼې ومنله چې ایران اخري خبره وکړه او د یوې نوي سیمه ئیزې معادلې په رامینځته کولو کښې یې خپل قدرت نندرې ته وړاندې کړ.

د دغه ورځپاڼې اشاره د بیروت د جنوبي ضاحیه سیمې پرضد د اسرائیلو رژیم تیریو او د دغه رژیم لخوا د اوربند خلاف ورزۍ ته د ایران پریکنده توغندوي ځواب ته ده.

په عین حال کښې د صهیونیسټ رژيم پینځلسم ټیلي ويژن په دغه راپور کښې زیاته کړه له ایران سره د جنګونو یو بل پړاو د اسرائیلو دفاع ته د یوه دردونکي او د کاري ګوزار په ورکولو کیدا سره پاې ته ورسید.

د صهیونیسټ رژيم دولسم ټیلي ويژن چینل هم په یوه راپور کښې د لبنان د بیروت په جنوبي ضاحیه سیمې باندې د اسرائیلو تیریو ته په غبرګون کښې په نیواکي ټاټوبو باندې د ایران توغندوي حملو ته د اشارې په ترڅ کښې اعتراف وکړ ایران وتوانید یوځل بیا جبهې له یوبل سره پیوند کړي.

«اسرائیل هیوم» صهیونیسټي ورځپاڼې هم په یوه راپور کښې ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت په دې خبرې سره چې په بیروت باندې هرې حملې ته په اسرائیلو باندې توغندوي برید سره ځواب ورکول کیږي اندیښمنونکې معادله رامینځته کړه.

د لبنان په جنوب او ضاحیه سیمه کښې د صهیونیسټ ظالم رژیم له تیریو او شرارتونو وروسته چې د جنایتکارې امریکا په ملاتړ سره ترسره شول، د ایران د اسلامي جمهوریت قدرتمنو وسله والو ځواکونو په یکشنبې شپې د لبنان د مظلومو خلکو د ملاتړ کولو لپاره دغه رژیم ته دردونکی ځواب ورکړ.