د ایران بیرغ د اسیایي لوبو په کلي کې اوچت شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178258-د_ایران_بیرغ_د_اسیایي_لوبو_په_کلي_کې_اوچت_شو
پارس تودی- د آیچي – ناګویا ۲۰۲۶ اسیایي لوبو په کلي کې د ایران له سپورټي ټیم څخه د هرکلی په مراسم کې د ایران د اسلامي جمهوریت بیرغ اوچت شو.
(last modified 2026-09-17T11:06:27+00:00 )
Sep 17, 2026 15:35 Asia/Kabul
  • د ایران بیرغ د اسیایي لوبو په کلي کې اوچت شو

پارس تودی- د آیچي – ناګویا ۲۰۲۶ اسیایي لوبو په کلي کې د ایران له سپورټي ټیم څخه د هرکلی په مراسم کې د ایران د اسلامي جمهوریت بیرغ اوچت شو.

د پارس تودی له راپور سره سم، د شلم پړاویز اسیایي لوبو د رسمي پیل په درشل کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د ښه راغلاست او د ملي بیرغ د رپولو مراسم د پنجشنبې په سهار د آیچي ـ ناګویا اسیایي لوبو د کلي په نړیواله سیمه کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې د لوبو د کلي جاپانی ښاروال او د کوربه هېواد په توګه د لوبو د تنظیموونکو کمېټې استازي، ډاکټر اصغر رحیمي د ایران د ورزشي کاروان سرپرست، د کاروان د سرپرست مرستیالانو او د ایران د اسلامي جمهوریت د کاروان د سرپرستۍ او طبي ټیم یو شمېر غړو ګډون کړی و.

د دغو مراسمو په ترڅ کې، د ایران له ورزشي کاروان څخه رسمي هرکلی وشو او د ایران د اسلامي جمهوریت بیرغ د لوبو په کلي کې په ټاکل شوي ځای کې ورپول شو، څو د آیچي ـ ناګویا د شلم پړاویز اسیایي لوبو کې د ایران د کاروان رسمي حضور اعلان شي.

د ایران د ورزش له تاریخ څخه د لوبو د کلي ښاروال ته فرهنګي ډالۍ

په همدې حال کې، «ختیځ ته» کتاب، چې په جاپان کې ترسره شوو سترو ورزشي سیالیو او پېښو کې د ایران د ورزشي کاروان د ګډون د تاریخ په اړه د ځانګړو او لږ لیدل شوو انځورونو مجموعه ده، د دغه هېواد د ورزش مسؤلینو ته ډالۍ شو.

«ختیځ ته» کتاب په پنځو نفیسو نسخو کې چمتو شوی او په جاپان کې ترسره شوو نړیوالو سیالیو کې د ایران د ورزشکارانو او ورزشي کاروانونو د ګډون د ثبت شوو ارزښتناکو انځورونو مجموعه پکې شامله ده.

د کتاب د پوښ طرحه او بصري هویت هم د ایران او جاپان د فرهنګي اړیکو په پام کې نیولو سره جوړ شوی دی. په دې طرحه کې نېښتره ونه د ایران د یوه سمبول او د ځوانۍ او پایښت د نښې په توګه، د جاپان له سمبول، ځلېدونکي لمر، سره یوځای کارول شوی، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکې، دوستۍ او فرهنګي پیوند مفهوم په هنري بڼه څرګند کړي.

د ۲۰۲۶ کال د آیچي ـ ناګویا اسیایي لوبو د ښه راغلاست په مراسمو کې، چې د لوبو د کلي په آزاده او عمومي سیمه «نړیواله سیمه» کې د ګډون کوونکو هېوادونو د بیرغونو د رپولو له مراسمو سره هم‌مهاله ترسره شول، د دغه کتاب یوه نسخه د ایران د ورزشي کاروان د سرپرست اصغر رحیمي له خوا د لوبو د کلي ښاروال ته ډالۍ شوه.

د آیچي ـ ناګویا د شلم پړاویز اسیایي لوبې به د شنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په ۲۸مه، چې د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر له ۱۹مې سره برابره ده، په رسمي ډول پیل او د تلې میاشتې تر ۱۲مې، چې د اکتوبر له ۴مې سره برابره ده، دوام وکړي.