د پاکستان د پوځ له قوماندان سره د عراقچي خبرې اترې
Sep 17, 2026 13:32 Asia/Kabul
پارس تودی- د ایران د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له قوماندان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د پارس تودی د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ په بېجینګ کې د پاکستان د پوځ له قوماندان فیلډ مارشال عاصم منیر سره ټیلیفوني خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
په دې ټیلیفوني تماس کې د سیمې وروستي تحولات او د دواړو هېوادونو د علاقې وړ موضوعات تر بحث او مشورې لاندې ونیول شول.
عراقچي یوه ورځ مخکې هم په بېجینګ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګیي سره لیدنه او خبرې کړې وې.
ټیګونه