نړیوال سازمانونه دې د صیهونیسټانو د جنایتونو په وړاندی په خپلو دندوعمل وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139838-نړیوال_سازمانونه_دې_د_صیهونیسټانو_د_جنایتونو_په_وړاندی_په_خپلو_دندوعمل_وکړي
له بلې خوا د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي او د عربستان ولیعهد بن سلمان د فلسطین په روانو حالاتواو د صیهونیسټانو د جنایتونو د درولو په اړه ټیلي فوني خبرې کړي دي .
(last modified 2023-10-12T03:30:43+00:00 )
Oct 12, 2023 07:50 Asia/Kabul
  • نړیوال سازمانونه دې د صیهونیسټانو د جنایتونو په وړاندی په خپلو دندوعمل وکړي

له بلې خوا د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي او د عربستان ولیعهد بن سلمان د فلسطین په روانو حالاتواو د صیهونیسټانو د جنایتونو د درولو په اړه ټیلي فوني خبرې کړي دي .

 

د ایران پریس له راپور سره سم د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د فلسطین د بیګناه خلکو پرضد د صیهونیسټانو د جنایتونو په غندلو سره وویل صیهونیسټان د نړیوالو د سترګو په مخ کې د بشریت پرضد جنایتونه کوي او ټول نړیوال سازمانونه او اورګانونه باید له هیڅ توپیر پرته په دې زمینه کی په خپلو ژمنو عمل وکړي .

له بلې خوا د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي او د عربستان ولیعهد بن سلمان د فلسطین په روانو حالاتواو د صیهونیسټانو د جنایتونو د درولو په اړه  ټیلي فوني خبرې کړي دي .

په غزې تړانګې د قدس د نیواکګر رژیم د حملوله دوام سره په یووخت د فلسطین د روغتیا وزارت په وروستیو شمیرنو کی ویلی دی چید صیهونیسټ رژیم د حملو له امله څه د پاسه زر کسان شهیدان او ۵ زره نور هم ژوبل شوي دي .