Mar 20, 2024 14:49 Asia/Kabul
  • د غزې تړانګې د نسل کشۍ په مقابل کښې د مقاومت د چورلیز د پایدارۍ دوام :-

په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د حملو دوام ته په ځواب کښې په فلسطین، لبنان ، عراق او یمن کښې د مقاومت چورلیزونو د صهیونیسټ رژيم په هدفونو باندې بریدونه وکړل.

څه د پاسه پینځه میاشتې کیږي چې صهیونیسټ رژيم  پرله پسې ډول د فلسطین په غزې تړانګې بریدونه کوي او د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې تر نن ورځې پورې  څه د پاسه  دوه دیرش زره فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو او توپونو په تیرو ساعتونو کښې د غزې تړانګې د الشفا روغتون په خوا وشا او په« الرمال »کوڅې کښې په یوشمیر  کورونو باندې حملې وکړې او د دغو سیمو د وسیدونکو د درملنې لپاره د ډاکټرانو د ورتلو مخه یې هم ونیوله.

په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ نیواکګرو د حملو او د بمباریو د دوام په دلیل د غزې ښار په لویدیځ کښې په الرمال محلې کښې ګڼ شمیر کورنې  کلابندۍ شوي دي.

صهیونیسټ پوځیانو دغه راز د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې په اریحا کښې په «عقبه جبر» او «عین السلطان» دوو کیمپونو او په الخلیل ښار باندې هم حملې وکړې.

دغو تیریو ته په ځواب کښې د عراق اسلامي مقاومت ډلې په نیواکي فلسطین(اسرائیلو) کښې په «بن ګوریون» هوايي ډګر باندې د بې پایلوټه الوتکې برید وکړ.

د عراق مقاومت ډلې پرون سهار هم وویل د سوریې په نیواکي جولان سیمه کښې یې د صهیونیسټ رژیم په یوې اډې برید کړی.

د فلسطین د جهاد اسلامي پوځي څانګې قدس غونډ وویل د غزې د الشفا روغتون په خوا کښې د دوې مبارزانو د اسرائیلو له پوځیانو سره جنګ وکړ چې له کبله یې یوشمیر صهیونیسټي پوځیان هلاک او ژوبل شوي دي.

د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله هم د لبنان په جنوبي سیمو باندې پرله پسې حملو او د غزې تړانګې د بې دفاع خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم پرله پسې جنایتونو ته په ځواب کښې د اسرائیلو رژیم د پوځ پرضد پرله پسې حملې وکړې او ویې ویل د حزب الله مبارزانو د صهیونیسټ رژیم د پوځ په یوه لاجیسټکي پوځي ګاډي او په یوشمیر عسکرو چې په ګاډي کښې سپاره وو په «الطیحات» غونډۍ کښې په هدایت شوي توغندي سره حمله وکړه چې له کبله یې یوشمیر اسرائیلي پوځيان مړه او یا ژوبل شول.

د لبنان حزب الله دغه راز په توغندي سره د« برانیت» پوځي اډې په جنوب کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په عسکرو برید وکړ.

د لبنان  په شبعا نیواکي کروندو او د کفر شوبا په نیواکي څوکو کښې هم د صهیونیسټ رژيم د پوځ په مرکزونو باندې د توغندیو بریدونه وشول.

د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله  زیاته کړه د «مالکیه» اډې دننه مو د صهیونیسټ رژیم په پوځیانو توغندوي حمله کړي ده.

د لبنان حزب الله مبارزانو په نورو عملیاتو کښې په «برکه ریشا »او د هغې په خوا کښې په پوځي سیمه کښې د اسرائیلي دښمنو پوځيانو په مرکزونو د توغندیو بریدونه وکړل او توغندي نیغ په نیغه په مرکزونو ولګیدل او دا په داسې حال کښې دي چې د صهیونیسټ رژیم پوځ یوځل بیا د «رب ثلاثین»، ښارګي او د «الناقوره» او د« میس الجبل »ښارګیو په شمول د لبنان په جنوب کښې په یوشمیر سیمو بمبارې کړي دي.

په عین حال کښې «هاارتص »عبري ژبې ورځپاڼې د صهیونیسټ رژيم د پوځ د رواني سلامتیا د برخې د مشر «لوسیان لئور» په قول وویل د اسرائیلو کابو دوه سوه پوځیان د غزې په جنګ کښې له رواني روحي ناروغیو سره مخ شوي او هغوې د رواني ناروغیو مرکزونو ته بیول شوي دي.

هغه وویل د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې تراوسه د صهیونیسټ رژيم د کابو درې زره عسکرو رواني معاینې شوي دي چې کابو اولس سوه یې د غزې د جنګ له کبله له رواني مشکلاتو سره مخامخ دي.

 

ټیګونه