پاکستان کښې یوځل بیا ډینګي تبه خوره شوه
Jun 09, 2021 11:04 Asia/Kabul
د ګرمۍ د موسم له پیلیدو سره سم په پاکستان کښې ډینګي تبه هم ګډه شوې ده.
د ګرمۍ د موسم له پیلیدو سره سم په پاکستان کښې ډینګي تبه هم ګډه شوې ده.
د پاکستان د پنجاب صوبې د روغتیا مسئولانو نن وویل چې د ګرمۍ د موسم په پیلیدو او د دغې صوبې په مختلفو ښارونو کښې د باران په ورسیدو سره لږترلږه ۴۹ کسان د ډینګي تبې په وایرس ککړ شوي دي او په درملیزو مرکزونو کښې داخل کړی شوي دي.
خبر زیاتوي چې په پنجاب صوبه کښې د ډینګي تبې له امله درې کسان مړه شوي هم دي.
د پنجاب د روغتیا د چارو مسئولانو په ټوله صوبه کښې د ډینګي تبې د پراخې خوریدنې په هکله خبرداری ورکړی دی.
د پاکستان خلک په عین حال کښې له کرونا وایرس سره هم مخامخ دي او دغې وژونکې ناروغۍ هم تراوسه ډیر کسان وژلي دي.
ټیګونه