پاکستان په افغانستان کښې له سولې سره مرستې ته چمتو دی
اوا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون د ترکیې په انتالیا کښې د ډیپلوماسۍ د ټولنې د غونډې په څنګ کښې د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په کتنې کښې وویل اسلام اباد چمتو دی چې په افغانستان کښې د سولې له ټینګیدا سره مرسته وکړي .
شاه محمود قریشي ټینګار وکړ د پاکستان حکومت د خبرو له لارې د افغانستان د کړکیچ د سیاسي حل پلوي دی او هیڅکله د پوځي حل لارې یا د طالبانو د پوځي سلطې پلوي نه دی .
د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله هم په دغه کتنې کښې په هیواد کښې د سولې او د ثبات په ټینګولو کښې د پاکستان رول مهم وباله او ویې ویل د هیواد د خلکو راده د جنګ ختمول او حقیقي سولې ته رسیدل دي .
په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو لپاره د کابل د حکومت او د طالبانو ډلې د سولې خبرې اترې له تیر کال راهسې په قطر کښې پیل شوي خو د امریکا د لاسوهنو په خاطر تراوسه هیڅ نتیجې ته نه دي رسیدلي .