په پاکستان کې د چاودنې د امله اته تنه ووژل شول
Jul 14, 2021 09:49 Asia/Kabul
د پاکستان په شمال کې چین پولې ته نژدې د اوبو د برښنا د یوې پروژې د چینایي انجینرانو او کارګرانو د سپرلۍ پر یوه بس چاودنه شوې.
په خېبر پښتونخوا ایالت کې د داسو پروژې تطبیق د چین د یوه کمربند یوې لارې د سترې پروژې یوه برخه ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دې پېښه کې د شپږو چینایانو او دوو پاکستاني پوځیانو په ګډون لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي.
د پاکستان جیو ټلوېزیون د رسمي سرچینو په حواله د وژل شوېو شمېر لس تنه ښودلی.
تراوسه د دې پېښې مسولیت چا نه دی اخیستی.
ټیګونه