افغان ولسمشر غني په تاشکند کې له عمران خان سره وکتل
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدلي، خو په دې هکله یې جزیات نه دي ورکړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي په پاکستان کې ځینې شبکې او ادارې چې د طالبانو ملاتړ کوي، په ښکاره په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ولسي او دولتي شتمنیو لوټ او تالان نمانځي.
ښاغلي غني دا څرګندونې په تاشکند کې د جنوبي او مرکزي آسیا په نړیوال کنفرانس کې وکړې، خو دا یې ونه ویل چې کومې ډلې په پاکستان کې د افغانستان ویجاړی نمانځي.
د افغان ولسمشر غني په ګډون د افغانستان حکومت تل په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د وسله والو طالبانو د روزنې او جلب او جذب خوندي مرکزونه په پاکستان کې دي.پاکستان تل د افغان حکومت دا تورونه رد کړی دی او وایی چی پاکستانی طالبان د افغانستان له خاورې پاکستان پرضد عملیات ترسره کوی .
افغان ولسمشر غني چې د تاشکند کنفرانس کې یې خبرې کولې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او د بهرنیو جارو وزیر شاه محمود قریشي هم ناست و.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدلي، خو په دې هکله یې جزیات نه دي ورکړي.
افغان ولسمشر غني د خپلو خبرو پر دوام یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره دې د سولې جدي خبرو ته کېني او له روان تاوتریخوالي دې لاس واخلي.