ایران او پاکستان د سمندری امنیت په باب ملګرتیاوې نوره هم زیاتوي
په کراچۍ کې د ایران د قونسلیټ مسئول مقام په دغې ناستې کې دد کب نیونې د کشتیو او عملې د بیرته ګرځولو ،د سمندری امنیت ، نجات او مرستندویه چارو پشمول د وو اړخیزو ملګرتیاؤ دزیاتولو موضوع مطرح کړې
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ،د پاکستان په کراچۍ کې د اسلامی ایران ایران سرکنسول حسن نوریان پرون په کراچۍ بندري ښار کې د پاکستان دسمندری امنیت دادارې په مرکز (پی ایم ایس اې ) کې ددغې ادارې له مشر امیر البحر محمد شعیب سره په کتنې کې د سمندر او امنیت په حوزې کې پر دوو اړخیزو ملګرتیاؤ غور او بحث کړی دی . د ایران او پاکستان ترمینځ د سمندري امنیت د ملګرتیاؤ په زیاتیدا د پاکستان د سمندري امنیت د ادارې له عمومي مدیر سره په کراچئ کې دایران داسلامی جمهوریت د سر کونسل په ناستې کې ټينګار شوی دی .
په کراچۍ کې د ایران د قونسلیټ مسئول مقام په دغې ناستې کې دد کب نیونې د کشتیو او عملې د بیرته ګرځولو ،د سمندری امنیت ، نجات او مرستندویه چارو پشمول د وو اړخیزو ملګرتیاؤ دزیاتولو موضوع مطرح کړې او دغه راز په دې اړه د ایران د سرحدي ځواک او د پاکستان د سمندری امنیت د ادارې ترمینځ د ملګرتیاؤ او راشه دیرشه دموافقې لاس لیک کول اړین بللي دي .