په کویټه کې  بم چاودنې بیا د یوشمیر کسانو وینه وبهوله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i103480-په_کویټه_کې_بم_چاودنې_بیا_د_یوشمیر_کسانو_وینه_وبهوله
حکومتي او  خپلواکه سرچینې  وائي په بلوچستان صوبې کې افراط پالې  او بیلتون غواړي ډلې  د حکومتي او ولسی تاسیساتو او  مرکزونو په ضد په حملو او جنایتونو کې سره غږمله دي او   په وروستیو کې ئې د عامو خلکو ژوند هم تریخ کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2021 07:30 Asia/Kabul
  •  په کویټه کې  بم چاودنې بیا د یوشمیر کسانو وینه وبهوله

حکومتي او  خپلواکه سرچینې  وائي په بلوچستان صوبې کې افراط پالې  او بیلتون غواړي ډلې  د حکومتي او ولسی تاسیساتو او  مرکزونو په ضد په حملو او جنایتونو کې سره غږمله دي او   په وروستیو کې ئې د عامو خلکو ژوند هم تریخ کړی دی .

زمونږخبریال  راپور راکړ ، دپاکستان  دبلوچستان صوبې په مرکز کویټه کې  نن سهار په هزاره ګنجي سیمې کې  په سبزي منډئ کې  په ترهه ګرې چاودنې کې  لږترلږه څلور کسان ټپیان شوي  دي . 

راپورښئ  دغه چاودنه  دومره زوروره وه چې د شاوخوا ودانیو  شیشې  ماتې شوي او یو شمیر  ودانیو ته نور تاوانونه هم اوښتي دي .

په راپور کې وئيل شوي ټپیان مرګي  حاله ښودل شوي دي .  دخبر تر مخابیره کیدا پورې  چا ددغې پيښې پړه په غاړه  نه ده اخستې  البته  حکومتي او  خپلواکه سرچینې  وائي په بلوچستان صوبې کې افراط پالې  او بیلتون غواړي ډلې  د حکومتي او ولسی تاسیساتو او  مرکزونو په ضد په حملو او جنایتونو کې سره غږمله دي او   په وروستیو کې ئې د عامو خلکو ژوند هم تریخ کړی دی .