کراچۍ کښې شوې چاودنې یوولس تنه ووژل
Aug 15, 2021 04:10 Asia/Kabul
د پاکستان د جنوب په کراچۍ ښار کښې بیګا په یو مِني ټرک کښې د شوې چاودنې له امله یوولس تنه وژل شوي دي
پاکستاني رسنیو د کراچۍ د پولیسو له خولې ویلي دي: په بلدیه ټاون سیمه کښې په یو ګاډي کښې په شوې چاودنه کښې۱۱ تنه مړه او ۹ نور زخمي شوي دي چې د دوو زخمیانو حالت هم خراب دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په کراچۍ کښې له چاودنې د خواشینۍ په څرګندولو سره په دغه ښار کښې امنیتي ارګانونو ته امر وکړ چې د دې پيښې علتونه زرترزره معلوم کړي.
د فدا حسین په نامه په کراچۍ کښې د پاکستاني پولیسو یو چارواکي رسنیو ته وویل چې دغه چاودنه په هغه مِني ټرک کښې شوې ده چې د یوې کورنۍ تقریباً شل کسان په کښې سپاره وو.
د کراچۍ پولیس هم داشان وايي چې دغه ګاډي ته چا له بهر څخه لاسي بم ورغورځولی او له امله یې چاودنه شوې ده.
ټیګونه