د بریتانیا خارجه وزیر پاکستان ته تللی دی
زمونږ خبریال وايي د انګلستان د باندنیو چارو وزیر ډومینګ راب په دوه (۲) ورځني سفر د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته رسیدلی دی .
هغه به د پاکستان له مشرانو سره د افغانستان د حالاتو او د دوه اړخیزه اړیکو په هکله خبرې وکړي .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي به د بریتانیا له بهرنیو چارو وزیر ډومینک راب سره خبرې وکړي .
د بریتانیا خارجه وزیر به دغه راز د پاکستان له نورو لوړ رتبه چارواکو سره چې نومونه یې نه دي ښودل شي خبرې اترې وکړي .
بل خبر دا چې د اسټریا هیواد لومړي وزیر الیکسانډر شالینبرګ هم د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره په ټيلي فوني خبرو کښې له افغانستانه د اسټریا او د نورو هیوادونو د ښاریزو په ایستلو کښې د اسلام اباد د مرستې مننه وکړه .
د پاکستان خارجه وزیر او د اسټریا لومړي وزیر په ټیلي فوني خبرو کښې د افغانستان په هکله غور وکړ .