په پاکستان کښې پېټرول پمپونو هړتال ختم کړ
Nov 26, 2021 04:03 Asia/Kabul
د حکومت لخوا د پېټرول خرڅؤنکو د ګټې د زياتولو د ژمنې په اعلانولو سره پېټرول خرڅؤنکو او پمپونو د هړتال ختمولو اعلان وکړ.
د پاکستان د جنګ ورځپاڼې د رپوټ له مخې د پېټروليم ډيلرز اېسوسي اېشن او د دغه هېواد حکومت ترمېنځ د پېټرول خرڅؤنکو د ګټې د زياتولو په اړه خبرې اترې کاميابې شوې.
د پاکستان حکومت په دغه ګټه کښې د پېټرول خرڅؤنکو د پينځويشت فيصده زياتوالے غوښتنه ومنله او دا ژمنه يې هم وکړه چې هر شپږ مياشتې پس به د دغې ګټې جاجونه او په دې اړه به فېصلې کولې شي.
د يادونې ده چې له تېرو څو ورځو نه په پاکستان کښې د پېټرولو پمپونو او خرڅؤنکو د هړتال په وجه خلق په خاصه توګه د لارو موټرو خاوندان له سختو مشکلاتو او اړي ګړي سره مخامخ وو.
ټیګونه