د پيښور او مشهد د سوداګرۍ خونو ترمینځ ملګرتیا زیاتیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i108898-د_پيښور_او_مشهد_د_سوداګرۍ_خونو_ترمینځ_ملګرتیا_زیاتیږي
د ایران د مشهد او د پاکستان د پیښور ښار د سوداګرۍ خونو مسئولانو د دغو دواړو ښارونو ترمینځ د سوداګري اړیکو او ګډو ملګرتیاؤ لارې چارې وڅیړلې
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 28, 2021 05:57 Asia/Kabul
  • د پيښور او مشهد د سوداګرۍ خونو ترمینځ ملګرتیا زیاتیږي

د ایران د مشهد او د پاکستان د پیښور ښار د سوداګرۍ خونو مسئولانو د دغو دواړو ښارونو ترمینځ د سوداګري اړیکو او ګډو ملګرتیاؤ لارې چارې وڅیړلې

د ایران د مشهد او د پاکستان د پیښور ښار د سوداګرۍ خونو مسئولانو د دغو دواړو ښارونو ترمینځ د سوداګري اړیکو او ګډو ملګرتیاؤ لارې چارې وڅیړلې

د خراسانِ رضوي د سوداګرۍ خونې د مشرتابه پلاوي غړي او د مشهدر د سوداګرۍ خونې د نړیوالې سټراټیجۍ د څارنې مسئول محمد رضا توکلي زاده په دغې غونډې کښې چې په آنلاین توګه ترسره شوه، وویل: ایران او پاکستان د اقتصادي تعاملاتو په برخه کښې لرغونې او ارزښتناکه مخینه لري په دې وجه د ګډو ملګرتیاؤ او د طرفینو د بازار د لاښې پیژندنې په چوکاټ کښې د هغوي د سوداګري اړیکو د پراختیا لپاره ضروري لاره هواره ده.

په دغه آنلاین غونډه کښې د پیښور د سوداګرۍ خونې مشر حسنین خورشید احمد هم وویل چې پاکستان هم له ایران سره د اقتصادي تبادلاتو د زیاتیدو هرکلی کوي او هیله لرو چې ډیر زر په ایران او خراسانِ رضوي کښې حضوري ملاقات هم وکړو.

هغه د تجارت او اقتصادي تعاملاتو مخې ته پرتو ګڼو ستونزو ته په اشارې سره، له دغو مشکلاتو د اوړیدو لپاره یوشمیر لاروچارو ته د رسیدو په لړ کښې د دواړو لورو د همپالنې غوښتنه وکړه.