اومیکرون وایروس پاکستان ته ورسېده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i109456-اومیکرون_وایروس_پاکستان_ته_ورسېده
د پاکستان دولت اعلان وکړ چي د کرونا وایروس د نوې بڼې یو مورد په دغه هیواد کې پېژندل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2021 12:50 Asia/Kabul
  • اومیکرون وایروس پاکستان ته ورسېده

د پاکستان دولت اعلان وکړ چي د کرونا وایروس د نوې بڼې یو مورد په دغه هیواد کې پېژندل شوي دي.

د ایرنا له راپور سره سم، د کراچۍ په ښار کې یوه مېرمنه د کرونا په نوې بڼې اومیکرون اخته شوې ده، د پاکستان د روغتیا اداره هڅه کوي چي د دغي ښاریزي د سفر مخینه وڅېړي.

پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چي دغه مېرمنه بسترې شوې ده.

داسي اندېښنې شتون لري چي کراچۍ د یادي مېرمنې په رارسېدلو سره نور کسان هم په دې وایروس مبتلا شوي وي.

د پاکستان دولت افریقې ته پروازونه بند کړي او له افریقایي هیوادونو څخه د مسافرانو په راتګ بندیز لګولي دی.

په پاکستان کې د کرونا تر خپراوي وروسته تر دې دمه کابو ۲۹ زره کسان خپل ژوند د لاسه ورکړي او څه د پاسه یو میلیون کسان هم په کرونا اخته شوي دي.