د اسلام اباد د غونډې هدف د افغانستان مرسته ده
قریشی زیاته کړه مونږه له افغانستان سره د مرستې لپاره د ګډې جبهې د جوړولو اوله دې سره په یووخت په دغه هیواد کې د کړکیچ د سختو پاییلو او ګاونډیانو لپاره د هغه د پاییلو په نسبت د سیمې او نړۍ ځیړتیا ته هوډمن یو .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی د اسلامی ملګرتیا سازمان د خارجه وزیرانو د راتلونکی غوندې د ترسره کولو لپاره د اسلام اباد د چمتووالی په اعلانولو سره وویل د دغې غونډې هدف د افغانستان د مرستې لپاره نړیواله اجماع ده .
قریشی زیاته کړه مونږه له افغانستان سره د مرستې لپاره د ګډې جبهې د جوړولو اوله دې سره په یووخت په دغه هیواد کې د کړکیچ د سختو پاییلو او ګاونډیانو لپاره د هغه د پاییلو په نسبت د سیمې او نړۍ ځیړتیا ته هوډمن یو .
د پاکستان خارجه وزیر وویل د افغانستان د اقتصادی او معیشتی جوړښت د تباهۍ احتمال زیات شوی او که مخنیوې یې ونشي نودرسته سیمه په تیره بیا ګاونډیان به سختې پاییلې وزغمي .