د پاکستان مرکزي بانک له افغانستان سره د مرستې صندوق نه جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i111070-د_پاکستان_مرکزي_بانک_له_افغانستان_سره_د_مرستې_صندوق_نه_جوړوي
د پاکستان مرکزي بینک له افغانستان سره د مرستو د راغونډولو د صندوق د جوړولو لپاره غوښتنې رد کړې دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 16, 2022 08:19 Asia/Kabul
  • د پاکستان مرکزي بانک له افغانستان سره د مرستې صندوق نه جوړوي

د پاکستان مرکزي بینک له افغانستان سره د مرستو د راغونډولو د صندوق د جوړولو لپاره غوښتنې رد کړې دي

د پاکستان د حکومت جګ پوړو سرچینو پرون وویل چې د دغه هیواد مرکزي بانک له افغانستان سره د مرستې لپاره د پیسو د راغونډولو د صندوق د جوړولو طرحه د مالي اقدام د ځانګړې ډلې FATF د احتمالي بندیزونو له ویرې رد کړې او له اسلام آباده یې هم غوښتي دي چې په دې هکله خپلې فیصلې باندې دوباره غور وکړي.

د پاکستان مرکزي بانک هم داشان د دغه هیواد حکومت ته خبرداری وکړ چې د یاد صندوق په جوړولو سره ممکنه ده FATF په اسلام آباد باندې بندیزونه ولګوي.

د مالي اقدام ځانګړې ډله یعنې FATF په ۱۹۸۹ میلادي کال کښې جوړه شوې او خپله دنده یې له (مني لانډرنګ) یعنې په غیرقانوني توګه ترلاسه شویو پيسو ته د قانوني بڼې له ورکولو سره مقابله اعلان کړې ده.

د ویلو ده چې د پاکستان د خزانې وزارت له دې مخکښې د خپل هیواد مرکزي بانک ته امر کړی و چې له افغانستان سره د مرستې صندوق زرترزره جوړ کړي.

دغه غوښتنه په داسې حال کښې رد شوې ده چې د پاکستان وزیراعظم په دې وروستیو کښې افغانستان ته د ماهرو او متخصصو کسانو ورلیږلو ته چمتووالی اعلان کړی دی.

له بلې خوا د څو میاشتو له تیریدو وروسته پاکستان تراوسه له خپلې خاورې څخه افغانستان ته د هندوستان د ډالۍ کړو غنمو د تیریدو اجازه نه ده ورکړې.