پاکستان له اسرائیلو سره د اړیکو مخالف دی
(last modified Wed, 16 Mar 2022 03:24:41 GMT )
Mar 16, 2022 07:54 Asia/Kabul
  • پاکستان له اسرائیلو سره د اړیکو مخالف دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په پاکستان کښې د اسلامي ملګرتیا د سازمان د خارجه وزیرانو د راتلونکې غونډې د ترسره کیدو خبر ورکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د ښه کولو خلاف او د فلسطین له ولس څخه د ملاتړ په هکله د خپل هیواد په پریکنده دریځونو باندې په ټینګار سره، په پاکستان کښې د اسلامي ملګرتیا د سازمان د خارجه وزیرانو د راتلونکې غونډې د ترسره کیدو خبر ورکړ

شاه محمود قریشي پرون په یوه غونډه کښې (د وحدت، عدالت او ترقۍ لپاره ګډون) د اسلام آباد په کوربه توب د اسلامي ملګرتیا سازما ند غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د اته څلویښتمې غونډې شعار معرفي کړ او ویې ویل چې د فلسطین په حالاتو غور، له اسلامه د ویرونې له ښکارندې سره مقابله او د کشمیر په شمول د مسلمانو ولسونو د حقوقو دفاع، د دغې غونډې مهم اهداف دي.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي ملګرتیا سازمان د خارجه وزیرانو دا غونډه په یو حساس پړاؤ کښې ترسره کیږي ځکه چې د نړۍ په مختلفو سیمو کښې له اسلامه د ویرونې سپیره ښکارنده، د مسلمانانو سپکاوی او په تیره بیا له حجاب او پردې سره مقابله، د افغانستان د خلکو کړاونه او ستونزې، د فلسطین په شمول په سیمه کښې د نیواکګریو دوام او د کرونو له ننګونو سره مقابله روانه ده.