د پاکستان ستره محکمه او د پارلېمان د فعاليت د دوام فېصله
(last modified Fri, 08 Apr 2022 09:44:24 GMT )
Apr 08, 2022 14:14 Asia/Kabul
  • د پاکستان ستره محکمه او د پارلېمان د فعاليت د دوام فېصله

د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د ولسمشر ډاکټر عارف علوي لخوا د پارلېمان د ړنګولو د حکم د باطلېدو فېصله ورکړه. له دې وروسته چې د پاکستان د پارلېمان نائب مشر قاسم خان سوري د عمران خان په خالف د مخالفينو د عدم اعتماد تحريک په دې وجه چې پکښې يې بهرني مداخلتونه بلل دغه تحريک د پارلېمان له کاره خارج کړ او ولسمشر د وزيراعظم عمران خان په غوښتنه پارلېمان ړنګ کړ.

د پاکستان د اساسي قانون يا آئين له مخې د پارلېمان له ړنګېدو وروسته پکار دے په نوي ورځو کښې نوي انتخابات اوشي. خ د دغه هېواد د انتخاباتو کمېشن وويل چې په دغه موده کښې د انتخاباتو کول امکان نه لري او د لا زيات وخت حاصلولو غوښتونکے شو. خو د عمران د مخالفو يولسو ډلو ائتلاف چې د نواز مسلم ليګ، پيپلز پارټي او جمعيت علماء اسلام يې په سر کښې دي د پارلېمان د ړنګولو او په وزيراعظم عمران خان باندې د اعتماد يا عدم اعتماد د موضوع د مخنيوے د پاکستان د اساسي قانون په خلاف چاره وبلله او د سترې محکمې لخوا ورباندې د غور او فېصلې کولو غوښتنه يې وکړه. د پاکستان سترې محکمې هم د موضوع په څېړنې سره د پارلېمان د فعاليت د دوام او د عمران خان په اړه د عدم اعتماد په تحريک باندې د رائې اخېستنې فېصله وکړه. د سترې محکمې دغه فېصله د وزيراعظم د مخالفينو لپاره يوه لويه کاميابي ګڼل کيږي چې باوري دي په عمران خان باندې د عدم اعتماد د رائې ورکولو لپاره ضروري استازي لري. عمران خان هيله من ؤ  چې د وار مخکې انتخاباتو په جوړولو سره به په پارلېمان کښې خپل پوزيشن مضبوط کړې شي او بيا به د وزيراعظم په توګه انتخاب شي.

په پارلېمان کښې د تحريک انصاف واکمن ګوند  او د دغه ګوند د انډيوالو ډلو د ځينو استازيو او له مخالفينو سره په يوځاے کېدو سره د تحريک انصاف او عمران خان لپاره د رائې اخېستنې حالات او نتيجه اندېښمنؤنکې شوې ده. مخالفان چې ادعاکوي د پارلېمان د ۳۴۲ استازيو د اکثريت رائې لري کوشش کوي د عمران خان په څنګته کولو سره خپل يو وزيراعظم معرفي او وټاکي. عمران خان په پاکستان کښې د سياسي بحران رامنځته کېدل او د خپل پوزيشن  متزلزلوالے په بهرني سياست کښې د خپل حکومت د خپلواکه عمل په وجه د بهرنيو دسيسو نتيجه بولي. له دې نه علاوه ځينې شناندي په دې اړه دوه مهم وجوهات بيانوي چې تر ټولو مهمه وه يې د عمران خان او د پاکستان د فوځ د هني مون ختمېدل دي. داسې ښکاري چې فوځ د استخباراتي ادارې د نوري مشر د انتخاب  او د فوځ د مشر قوماندان قمر جاوېد باجوه د کار دوام د دې سبب شو چې فوځيان عمران خان يوازې پرېږدي او له ملاتړه يې لاس واخلي. دويمه وجه په دغه هېواد کښې له دولس فيصده زياته ګراني او اقتصادي بحران دے چې مخالفينو ته يې مهمه بهانه په لاس ورکړې چې هغه ناکامه معرفي کړي.

په هر حال د پاکستان د سياست په ډګر کښې د نواز شريف له کورنۍ څخه د سعودي اړخيز ملاتړنو او همدارنګ د پاکستان د نوي وزيراعظم په توګه د ټاکل کېدو لپاره د شهباز شريف د هيلې څرګندونې ته په پام سره د عمران خان په احتمالي څنګته کېدو کښې له مخالفينو څخه د سعودي په ملاتړونو سترګې نه شوو پټولې. که څه هم د پاکستان فوځ په وروستي سياسي بحران کښې د بې پلويتوب اعلان کړے خو په دې کښې شک نشته چې فوځ له سعودي سره ډېر ښۀ تعلقات لري او د هغو مرستو په وجه چې له دغه هېواد او امريکې څخه يې حاصلوي د پاکستان د سياسي بدلونونو د راتلونکي په اړه د هغوي نظرونو ته هم بې پامي نه شوو کولې. له دې نه علاوه د افغانستان جبې ته د پاکستان ننوتلو او د اسلام آباد لخوا د طالبانو او امريکې ترمېنخ د دوحې د موافقه ليک د خلاف ورزۍ په اړه د امريکې سختو نيوکو ته په پام سره ويلې شوو چې عمران خان د افغانستان په مسئله کښې د قرباني کېدو په حال کښې دے چې د پاکستان فوځ د دغه هېواد په اړه له نوي حکومت سره خپل راتلونکے پروګرام برابر کړي.

-------