Apr 08, 2022 17:36 Asia/Kabul
  • عمران خان د پاکستان د سترې محکمې په فېصله ردعمل وښودۀ

سرچينو د پاکستان د وزيراعظم د يو ټوئيټ په نقل سره د کابينې او خپل ګوند د پارلېماني غونډې د رابللو خبر ورکړے ؤ.

زمونږ د پاکستان وزيراعظم په يو ټوئيټ کښې د کابيني او پارلېماني غونډو د رابللو د اعلان ترڅنګه وويل: ملت زما پېغام دا دے د تل به پاکستان لپاره مبارزې او جنګ ته دوام ورکړم.

له بلې خوا د پاکستاني خبري سرچينو د رپوټ له مخې د دغه هېواد د اطلاعاتو وزير فواد چودري وويل نن د عمران خان په مشرۍ د کابينې په غونډه کښې د پاکستان په چارو کښې د بهرني مداخلت او سازش او پکښې د داخلي عناصرو د لاس لرلو او د پاکستان حکومت ته د راستول شوي خط په اړه د پخواني پخواني جنرل طارق خان په مشرۍ د يو تحقيقاتي کمېشن جوړ شو. فواد چودري په خپله وېنا کښې وويل چې سبا د پارلېمان په غونډه کښې د استازيو مخې ته د امريکې په ګواښونو مشتمل ليک اېښودې شي او له دغې دسيسې به پرده اوچتولې شي.

د پاکستان سترې محکمې په پرونۍ غونډه کښې د قومي اسمبلۍ د وړومبي مرستیال له خوا د پارلیمان ماتول باطل اعلان کړل او د عمران خان خلاف د عدمِ اعتماد تحریک په لړ کښې د راې اخیستنې لپاره یې د شنبې ورځ وټاکله

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د عمران خان په غوښتنه د دغه هیواد قومي اسمبلي یا ملي پارلیمان منحل کړ چې د اپوزیشن سخت مخالفت یې په ځان پسې درلود او هغوي دغه جنجال ته د سترې محکمې د واردیدو غوښتنه وکړه.

د پارلیمان او د وزیراعظم عمران خان د کابینې له منحلیدو وروسته وزیراعظم هم د ولسمشر د لیک په ځواب کښې د پاکستان د سترې محکمې پخوانی مشر ګلزار احمد د هیواد د لنډمهاله وزیراعظمۍ لپاره معرفي کړی و.

د پاکستان وزيراعظم چې مخکې هم د افغانستان په چارو کښې د امريکې د مداخلت مخالف ؤ او په عين حال کښې يې له هغه وخت نه چې په ۲۰۱۸ کال کښې اقتدار ته رسېدلے ؤ له روسيې سره تعلقات ټينګ کړي وو امريکه د خپل څنګته کولو له پروګرام څخه په ملاتړ تورني خو واشنګټن دغه تور ردوي.

همدارنګ د سترې محکمې د پرونۍ فېصلې وروسته د پاکستان په مختلفو ښارونو او کليو کښې د عمران خان پلويان سړکونو ته راووتل او د امريکې په خلاف نعرې ووهلې په داسې حال کښې د مخالفو ګوندونو پلويان هم د سترې محکمې په فېصلې د جشن نمانځلو لپاره سړکونوته راوتلي وو خو په پوليسو دواړه لوري زغم او ارامښت ته وبلل.

 

ټیګونه