په یوه وسله وال برید کې ۵ پاکستاني عسکر وژل شوي دي
Apr 14, 2022 02:57 Asia/Kabul
چارواکي تاییدوي چې په پېښه کې پنځه پولیس وژل شوي او اووه نور ټپيان دي
د راپورونو له مخې په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پولیسو پر یوه کاروان وسله وال برید شوی دی چې له امله یې پنځه پولیس وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د پولیسو ځایي چارواکو ویلي چې د ګزمې پر موټرو لومړی د راکټ برید شوی دی او وروسته پر پولیسو ډزې پيل شوې دي.
چارواکي تاییدوي چې په پېښه کې پنځه پولیس وژل شوي او اووه نور ټپيان دي. پرون هم په همدې شاوخوا سیمو کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي وو.
امنیتي ادارې بیا وایي چې په دوو ورځو کې په دېره اسماعیل خان کې نهه پاکستاني پولیس وژل شوي دي. په وروستیو کې پر پاکستاني پولیسو او امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي چې مسوولیت یې هم تر ډېره پاکستاني طالبان په غاړه اخلي.
ټیګونه