د طالبانو خارجه وزارت د پاکستان سفیر راوغوښته
همداراز پاکستان هم په اسلام اباد کې د طالبان شارډافیر راغوښتې دې .
د فارس خبري اژانس له راپور سره سم د افغانستان په خوست او کنړ ولایتونو کې د پاکستان په هوایی حملو بسې د طالبانو خارجه وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر راوغوښته .
د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست مولوی متقی د پاکستان سفیر ته وویل چی د افغانستان په خاورې د حملو دوام د دواړو لورو اړیکی خرابوی او د بدغواړو او غرضیانو د ناوړې استفادې زمینه برابروی چی بدې پاییلې به ولري .
د طالبانو خارجه وزارت همداراز د پاکستان سفیر ته خپل اعتراضی لیک ورسپارلې دې چی هغه د خپل هیواد مشرانو ته ورسوی .
همداراز پاکستان هم په اسلام اباد کې د طالبان شارډافیر راغوښتې دې .
پاکستان مدعی دې چی په شمالی وزیرستان کې د دغه هیواد د پړوځ پرضد د پاکستانی طالبانو وروستۍ حمله چی د اوه پاکستانی عسکرو د وژل کیدا سبب شوی ده ، د افغانستان له خاورې ترسره شوی دی .