پاکستان کښې د اسلامي وحدت کانفرنس د مسلمانانو په یووالي ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i114960-پاکستان_کښې_د_اسلامي_وحدت_کانفرنس_د_مسلمانانو_په_یووالي_ټینګار_وکړ
د پاکستان مذهبي او رسندوي شخصیتونو وویل: د امریکې او صهیونیسټي رژيم له اسلام ضده دسیسو سره مقابله په اسلامي نړۍ کښې وحدت او یووالي ته اړتیا لري
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2022 01:23 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د اسلامي وحدت کانفرنس د مسلمانانو په یووالي ټینګار وکړ

د پاکستان مذهبي او رسندوي شخصیتونو وویل: د امریکې او صهیونیسټي رژيم له اسلام ضده دسیسو سره مقابله په اسلامي نړۍ کښې وحدت او یووالي ته اړتیا لري

په پاکستان کښې د اسلامي وحدت په کانفرنس کښې مشهورو سیاسي او مذهبي شخصیتونو د اسلامي مذهبونو د یووالي او ګډ صلحه ایز ژوند په پیاوړتیا باندې په ټینګار سره وویل چې د امریکې او صهیونیسټي رژيم له اسلام ضده دسیسو سره مقابله په اسلامي نړۍ کښې وحدت او یووالي ته اړتیا لري

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان په شمال کښې د ګلګت بلتستانو صوبې پخواني وزیراعلی او تکړه سیاستوال حفیظ الرحمان د اسلامي وحدت په کانفرنس کښې چې پرون د (سچ ټي وي) رسنیز ګروپ له خوا په اسلام آباد کښې د سیسي، مذهبي او رسندوي څیرو په شتون سره ترسره شو، هیله وښودله چې مسلمانان د خپلو اختلافاتو په ختمولو او یوموټي کیدو سره په یو واحد اسلامي امت بدل شي.

د پاکستان رسندوي شخصیت مطهر برلاس هم د مسلمانانو د ستونزو ختمولو ته د سیمې د ځینو مسلمانو واکمنانو په بې پامۍ او د لویدیځ د سیاستونو تر اغیزې لاندې د هغوي په راتلو په تیره بیا له اسرائیلو سره د ځینو واکمنانو په ملګرتیا باندې په نیوکې سره زیاته کړه: مسلمانان په یوزړه توب او اتحاد سره د لویدیځو هیوادونو د اسلام دښمنه عناصرو په دسیسو باندې برلاسي کیدې شي.

هغه د اسلامي هیوادونو په چارو کښې د امریکې په مداخلې باندې په نیوکې سره ټینګار وکړ: اسلامي نړۍ دې له امریکايي لاسوهنو او ګواښونو لوړ ګام پورته کړي او خپل اصلي هدف دې د ګډو ګټو تامینول او د مسلمانانو د عزت او ویاړ زیاتول وګرځوي.