په افغانستان کښې د ترهه ګريزو حملو په زياتېدو د پاکستان اندېښنه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i115106-په_افغانستان_کښې_د_ترهه_ګريزو_حملو_په_زياتېدو_د_پاکستان_اندېښنه
د پاکستان حکومت د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د ترهه ګريزو حملو د وروستۍ څپې په اړه اندېښنې په څرګندولوسره په قندوز ولايت کښې په جومات کښې پرونۍ چاودنه وغندله او د دغه هېواد له ولس سره يې د پېستون اعلان وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2022 02:01 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د ترهه ګريزو حملو په زياتېدو د پاکستان اندېښنه

د پاکستان حکومت د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د ترهه ګريزو حملو د وروستۍ څپې په اړه اندېښنې په څرګندولوسره په قندوز ولايت کښې په جومات کښې پرونۍ چاودنه وغندله او د دغه هېواد له ولس سره يې د پېستون اعلان وکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې د پاکستان خارجه وزارت بيګا د يوې بيانيې په جاري کولو سره په مزار شريف، جلال آباد، قندوز او د افغانستان په نورو سيمو کښې د دې وروستيو ورځو ترهه ګريز حملې سختې وغندلې.

په دغه بيانيه کښې راغلي دي، وروستۍ پېښې په افغانستان کښې د ترهه ګرۍ د مشکل د ختمولو او صلحې او ثبات ته د رسېدلو لپاره د افغانستان له موقته حاکميت څخه دملاتړ ا ورسره د ملګرتيا د اهميت ښودنه کوي.  

د پاکستان خارجه وزارت زياته کړه، د دغه هېواد خلق او حکومت د افغانستان له خلقوسره د پېوستون او خواخوږۍ اعلان کوي.