د ایران اوپاکستان د ګډ اقتصادي کمیشن غونډه ترسره کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i117266-د_ایران_اوپاکستان_د_ګډ_اقتصادي_کمیشن_غونډه_ترسره_کیږي
د ایران اوپاکستان د ګډ اقتصادي کمیشن یوویشتمه غونډه به د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې ترسره شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2022 08:00 Asia/Kabul
  • د ایران اوپاکستان د ګډ اقتصادي کمیشن غونډه ترسره کیږي

د ایران اوپاکستان د ګډ اقتصادي کمیشن یوویشتمه غونډه به د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې ترسره شی .

 

د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان خارجه وزارت نن د یوې بیانیې په صادرولو سره په تهران کی د ایران له لوړ رتبه چارواکو سره د پاکستان د خارجه وزیر بلاول بوټو زرداری کتنو ته په اشاری سره وویل د ایران اوپاکستان د ګډ اقتصادي کمیشن  یوویشتمه غونډه به د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې ترسره شی .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم ایران ته له خپل سفره د خوښۍ په څرګندولو سره زیاته کړه:: زه چې څومره د پاکستان بچی یم، دومره د ایران اولاد هم یم.

هغه پاکستان ته د ایران د بریښنا له صادراتو په مننې سره څرګنده کړه: مونږ په امنیتي، تجارتي او د انرجۍ په برخو کښې نتیجې ته د تیرو خبرواترو رسولو او بشپړولو ته پوره تیار یو.

بلاول بوټو زرداري به نن په مشهد مقدس کښې د نړۍ د مسلمانانو د اتم معصوم امام حضرت امام رضا علیه السلام د پاک حرم زیارت ته لاړ شي.