په اسلام اباد کې افغان پناه غواړو مظاهره وکړه
د افغانستان یو شمیر پناه غواړو پرون د پاکستان په اسلام اباد کې د مظاهرې په جوړولو سره ددغه هیواد له حکومته د ښاریزو د خدماتو دترلاسه کولو او ثالث هیواد ته د منتقلولو د آسانتیاؤ غوښته وکړه .
ایران او پاکستان د له تیرو څو لسیزو راهسې د افغانستان د دوو اصلي او ګاونډیو هیوادونو په توګه ددغه ګاونډي هیواد څخه د پناه غواړو له چیلنج سره مخامخ دي . دایران اسلامی جمهوریت او پاکستان په وروستیو څلورو لسیزو کې د دنیا دپناغواړو د ټولنې په تیره بیا د افغان کډوالو تر ټولو ستر کوربه دي . داپه داسې حال کې دي ، چې ایران حتی د اسلامی ایران په ضد دعراق دتپلي جنګ پړاؤ او د وروستیو لسیزو ظالمانه بندیزونوپه وجه هم هغو میلیونونو افغان ښاریزو ته دخدماتو غوڅولو ته تیار شوی نه دی چې په ایران کې په کار ،زده کړې او ژوند تیرولو بوخت دي .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، په سلګونو افغان پناه غواړو پرون په اسلام اباد کې په مظاهرې جوړولو سره دپاکستان له حکومت او دملګروملتو دپناه غواړو له ادارې وغوښتل یا پاکستانی تابعّیت او ښاریز حقوق ورکړي یا ئې یوه دریم هیواد ته د منتقلولو مقدمات برابر کړي .
له دې سره په یووخت په سلګونو افغان کډوالو هم له تیرو دوو میاشتو څخه د اسلام آباد د پریس کلپ په وړاندې پرلتۍ وهلي دي . په دغو پرلت وهونکو کې چې کابو څلورسوه افغان کورنۍ شاملې دي ،د دوي د هویّتي سندونو په بشپړولو او په داخل کې ا و یا هم په یوه بل هیواد کې د ژوند برابرولو ته د پاکستان له حکومت او ملګروملتو د غور غوښتنه کړې ده .
د پاکستان خارجه وزارت هم د پناه غواړو دنړیوالې ورځې سره په یووخت د کابو درو میلیونو افغان کډوالو او څلور لکه روهینګیائي پناه غواړو د کوربتوب په یادونې سره په دغه بحران د غور لپاره د نړیوالې ټولنې دملګرتیا او ملاتړ غوښته وکړه .