د پاکستان د پوځ مشرد عربستان له ولیعهد سره کتنه وکړه
په دغه غونډه کې د عربستان د پوځ لوی درستیز او دفاع وزیر مرستیال په شمول لوړ رتبه چارواکو هم شتون درلوده .
د ایرنا له راپور سره سم پاکستاني رسندویو نن وویل د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا په جده کې د عربستان له ولیعهد بن سلمان سره کتنه او خبرې اترې وکړې . په دغه غونډه کې د عربستان د پوځ لوی درستیز او دفاع وزیر مرستیال په شمول لوړ رتبه چارواکو هم شتون درلوده .
په پاکستان کې سیاسی څارونکي باوری دي د دغه هیواد خراب اقتصادی وضعیت ته په پام سره چین ته د جنرال باجوا وروستې سفر چی اسلام اباد ته د پیکنګ د څه د پاسه دوه میلیارډ ډالری پور د ورکولو سبب شو ، عربستان ته د هغه سفر هم له اقتصادي کړکیچه د ویستلو لپاره له پاکستانه د مالی ملاتړ لپاره د سعودی لوری د باور د ترلاسه کولو لپاره یو اقدام دې .