له ایران سره د پاکستان دشیانو تجارت به ډیر زرعملیاتی شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i118190-له_ایران_سره_د_پاکستان_دشیانو_تجارت_به_ډیر_زرعملیاتی_شي
د پاکستان د کرهڼیزو  چارو وزیر په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، د ایران د اسلامی جمهوریت  سره  دوه اړخیز تجارت  به د شیانو په مقابل کې د شیانو وارداتو صادراتو د لارو چارو په اساس ، له دسمبره عملیاتي شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2022 02:03 Asia/Kabul
  • له ایران سره د پاکستان دشیانو تجارت به ډیر زرعملیاتی شي

د پاکستان د کرهڼیزو  چارو وزیر په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، د ایران د اسلامی جمهوریت  سره  دوه اړخیز تجارت  به د شیانو په مقابل کې د شیانو وارداتو صادراتو د لارو چارو په اساس ، له دسمبره عملیاتي شي .

د ایران او پاکستان دګډې تجارتی کمیشن نهمه غونډه د ۲۰۲۱کال دنومبر په پنځمه او شپږمه نیټه  تهران ته دپاکستان داقتصادي  او تجارتي چارو د وخت د وزیر په سفر سره ترسره شوه. په دغه سفر کې ځیني تفاهم لیکونه هم  سره لاسلیک شوي  او موافقه شوي چې د تجارتي میکانزم د پرمخ بیولو لپاره به  ګډې هڅې وکړي .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ، د پاکستان دملی پروډکشن  او تحقیقاتي چارو وزیر طارق بشیر چیمه په یوه خبري کنفرانس کې  د دوو اړخیز تجارت د پراختیا لپاره  دایران له اسلامی جمهوریت سره د شیانو په مقابل کې دشیانو دمبادلې  دپلان  دعملیاتي کولو لپاره ددغه هیواد دنوي حکومت دپروګرام خبر ورکړ . 

 هغه  د غنمو او نورو مرکباتو پشمول  له کرهڼیزو  محصولاتو سره د اړونده نړیوالو بیّو پرزیاتیدا او د خوړو دتوکو پرامنیت د اوکراین دجنګ  اثراتو ته په اشارې سره  ووئيل ،  په روانې میاشتې کې به د شیانو په مقابل کې دشیانو  په بڼه کې  پاکستان ته د  ایران له اسلامی جمهوریت څخه د میوو لومړنۍ جوپه   صادره شي .  هغه دغه راز ووئيل ، په دسمبر میاشت کې به کابو یو میلیون ټنه  ورژې  د ایران اسلامی جمهوریت ته صادرې شي او پآکستان  په یووخت ،  د سیمې له نورو هیوادونو سره دایران له لارې د ټرانزیټ د تجارت په لاره کې دخنډونو دلیرې کولو لپاره  نوي اقدامات غوره کړي .