دپاکستان او امریکابهرنيو چارو وزيرانود طالبانو په اړه ټیلی فونی خبری وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i118206-دپاکستان_او_امریکابهرنيو_چارو_وزيرانود_طالبانو_په_اړه_ټیلی_فونی_خبری_وکړې
په دې خبرو کې په افغانستان کې د انساني ناورين د مقابلې لپاره د افغانستان له موقت حکومت سره د تعامل پر اړتیا هم بحث شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2022 12:05 Asia/Kabul
  • دپاکستان او امریکابهرنيو چارو وزيرانود طالبانو په اړه ټیلی فونی خبری وکړې

په دې خبرو کې په افغانستان کې د انساني ناورين د مقابلې لپاره د افغانستان له موقت حکومت سره د تعامل پر اړتیا هم بحث شوی دی.

 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري وايي،چې خپل امریکايي سیال انتوني بلینکن سره ېې ټلیفوني خبرې شوي دي.

د هغه له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي،چې په دې خبرو کې په افغانستان کې د انساني ناورين د مقابلې لپاره د افغانستان له موقت حکومت سره د تعامل پر اړتیا هم بحث شوی دی.

بل لور ته:د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دونالډ لو وايي، لا وختي دی، چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه فکر وشي او په دې برخه کې اجماع هم شته.

دا په داسې حال کې ده،چې د طالبانو د لوی مشر ملا هبت ا... اخندزاده په نامه د دوی په یوه پیغام کې چې د لوی اختر په مناسبت خپور شوی،نوموړي د امریکا په ګډون له نړیوالو سره پر تعامل ټینګار کړی او تیاری ېې ورته ښودلی دی.

د ملا هبت ا... په نوم یوه غږيدونکي کس تېره اونۍ د طالبانو د پلوي ملایانو غونډې ته په داسې حال کې چې ګډونوالو ته ېې شا اړولې وه،د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې که د نړۍ ټول اټومي بمونه يې هم پر ضد وکارول شي،له خپلو سخت دريځیو نه په شا کيږي.