په کابل او ننګرهار کې ۴ پاکستاني محصلان بې درکه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i118508-په_کابل_او_ننګرهار_کې_۴_پاکستاني_محصلان_بې_درکه_شوي
تر دې وړاندې په افغانستان کې د پاکستاني محصلانو د بې درکه کېدو کومه پېښه نه ده شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 16, 2022 02:12 Asia/Kabul
  • په کابل او ننګرهار کې ۴ پاکستاني محصلان بې درکه شوي

تر دې وړاندې په افغانستان کې د پاکستاني محصلانو د بې درکه کېدو کومه پېښه نه ده شوې.

 

پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هیواد څلور محصلان د اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې بې درکه شوي دي.

دا څلور محصلان د کابل په دوو جلا پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت وو.

څینې سرچینې وايي چې د بې درکه شویو له منځه دوه تنه د ننګرهار پوهنتون او دوه د کابل د طبي پوهنتون محصلان وو.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د پاکستاني محصلانو د بې درکه کېدو کومه پېښه نه ده شوې.

د راپور له مخې، د پاکستان د بشري سرچینو وزیر ساجد طوري په دې اړه د طالبانو د حکومت له باندنیو چارو وزارت او نورو چارواکو سره تماس نیولی دی.

ښاغلي طوري ویلي چې پاکستان د بې درکه شویو محصلانو د ژوند په اړه سخته اندېښنه لري او د هغو میندو او پلرونو ته یې ډاډ ورکړی چې زامن به یې ژر وموندل شي.