پاکستان کښې قومي نښته شوې
(last modified Sat, 16 Jul 2022 06:27:09 GMT )
Jul 16, 2022 10:57 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې قومي نښته شوې

د پاکستان په سند صوبه کښې په استوګنو پښتنو باندې د توکمپالو ښاریزو له خوا حمله شوې ده

د یو ځلمې له وژل کیدو او په قتل یې د یو پښتون له تورنیدو وروسته د سند صوبې یوشمیر اوسیدونکو د پښتنو په وهلو ډبولو سره له دغې صوبې د پښتون قام د وتلو غوښتنه وکړه.

معترضان سړکونو ته راووتل او پښتانه یې ترهګر وبلل.

په سند کښې د انټرنیټ او سوشل میډیا کارونکو هم په خپلو پیغامونو کښې پښتانه د وسله والو بلوڅانو او طالبانو ملاتړي وبلل.

پاکستان کښې د پښتنو د حقوقو د ساتنې د غورځنګ مشر منظور پشتون معترضان ارامښت ته راوبلل او په صوبه کښې د استوګنو قامونو د اتحاد او یووالي غوښتونکی شو.

هغه د پاکستان حکومت د ښاریزو د ساتنې مسئول بللی دی.