ایران ۱۴۰ تنه ناقانونه پاکستاني کډوال بیرته ستانه کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i118646-ایران_۱۴۰_تنه_ناقانونه_پاکستاني_کډوال_بیرته_ستانه_کړل
د ایران د اسلامي جمهوریت پوله ساتو ځواکونو ۱۴۰ تنه غیرقانوني پاکستاني مهاجر دغه هیواد ته ستانه کړل
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 19, 2022 06:40 Asia/Kabul
  • ایران ۱۴۰ تنه ناقانونه پاکستاني کډوال بیرته ستانه کړل

د ایران د اسلامي جمهوریت پوله ساتو ځواکونو ۱۴۰ تنه غیرقانوني پاکستاني مهاجر دغه هیواد ته ستانه کړل

د ایران د اسلامي جمهوریت پوله ساتو ځواکونو ۱۴۰ تنه غیرقانوني پاکستاني مهاجر دغه هیواد ته ستانه کړل

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې د ایران د اسلامي جمهورید سرحدي چارواکو په تفتان کښې له پاکستان سره په ګډه پوله دغه ۱۴۰ تنه ناقانوني کډوال د پاکستان سرحدي مسئولانو ته وسپارل.

د ایران پوله ساتونکو په دې وروستیو میاشتو کښې هم هغه سلګونه پاکستانیان نیولي او د دغه هیواد چارواکي ته یې سپارلي چې په غیرقانوني توګه ایران ته راغلي وو.

په پاکستان کښې اقتصادي ستونزې او بې روزګاري د دغه هیواد د خلکو د غیرقانوني مهاجرت مهم وجوهات ګڼل کیږي.

په دغو کښې زیاتره کسان ایران ته له راتګ وروسته کوشش کوي چې د ترکیې او بیا د یونان له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي.