د ایران ګیس پایپ لاین د پاکستان لپاره مهم لومړیتوب دی
عمران خان په داسې حال کې په دغې موضوع ټينګار کړی ، چې د هغه حکومت هم د مخکینیو حکومتونو په شان د امریکائي بندیزونو په پلمه ، عملا په دې زمینې کې داسلام اباد د نیمګړو ژمنتیاؤ داجرا لپاره هیڅ عملی ګام پورته نه کړ .
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان روښانه کړې ده ، هیواد ته ئې د ایران د ګیسو دپایپ لاین د پروژې اجرا د اسلام اباد لپاره یو مهم لومړیتوب دی .
عمران خان په داسې حال کې په دغې موضوع ټينګار کړی ، چې د هغه حکومت هم د مخکینیو حکومتونو په شان د امریکائي بندیزونو په پلمه ، عملا په دې زمینې کې داسلام اباد د نیمګړو ژمنتیاؤ داجرا لپاره هیڅ عملی ګام پورته نه کړ .
د پاکستان پخواني لومړي وزیر له ایرنا خبری اژانس سره په خبرو کې پاکستان ته د ایران د ګیسو دپایپ لاین د نه اجرا کیدا ددلیلونو په توجیه سره د مخکینیو حکومتونو تکراري د ریځ ته اشاره وکړه او وې وئيل ، بندیزونو ددغه پروژې د پرمختګ مخه نیولې وه او مونږ دجدي اقداماتو دترسره کولو جوګه نه وو . هغه روښآنه کړه ، په پآکستان کې دګیسو زیرمې ډيرې محدودې دي او مونږ دانرژۍ له سخت بحران سره مخامخ یوو،دبندیزونو دلیريکیدا په بڼه کې به د ایران دګیسو دمنتقلونکي پایپ لاین پروژه د پاکستان لپاره ډیره مهمه وي او مونږ له خپل ګاونډي هیواده په ارزانه بیّه ګیس ترلاسه کولی شو .