د ایران ګیس پایپ لاین د پاکستان لپاره مهم لومړیتوب دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i118684-د_ایران_ګیس_پایپ_لاین_د_پاکستان_لپاره_مهم_لومړیتوب_دی
عمران خان په داسې حال کې  په دغې موضوع ټينګار کړی ، چې  د هغه حکومت هم د مخکینیو حکومتونو په شان  د امریکائي بندیزونو په پلمه ، عملا  په دې زمینې کې  داسلام اباد د نیمګړو ژمنتیاؤ  داجرا لپاره  هیڅ عملی ګام پورته نه کړ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 20, 2022 01:48 Asia/Kabul
  • د ایران ګیس پایپ لاین د پاکستان لپاره مهم لومړیتوب دی

عمران خان په داسې حال کې  په دغې موضوع ټينګار کړی ، چې  د هغه حکومت هم د مخکینیو حکومتونو په شان  د امریکائي بندیزونو په پلمه ، عملا  په دې زمینې کې  داسلام اباد د نیمګړو ژمنتیاؤ  داجرا لپاره  هیڅ عملی ګام پورته نه کړ .

 د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان روښانه کړې ده ،  هیواد ته ئې د ایران د ګیسو دپایپ لاین  د پروژې اجرا د اسلام اباد لپاره  یو مهم لومړیتوب دی .

عمران خان په داسې حال کې  په دغې موضوع ټينګار کړی ، چې  د هغه حکومت هم د مخکینیو حکومتونو په شان  د امریکائي بندیزونو په پلمه ، عملا  په دې زمینې کې  داسلام اباد د نیمګړو ژمنتیاؤ  داجرا لپاره  هیڅ عملی ګام پورته نه کړ .

 د پاکستان پخواني لومړي وزیر   له ایرنا خبری اژانس سره په خبرو کې  پاکستان ته د ایران د ګیسو دپایپ لاین  د  نه اجرا کیدا ددلیلونو په توجیه سره د مخکینیو حکومتونو تکراري د ریځ  ته اشاره وکړه او وې وئيل ،  بندیزونو ددغه پروژې د پرمختګ مخه نیولې  وه او مونږ  دجدي اقداماتو دترسره کولو جوګه نه  وو .  هغه روښآنه کړه ،  په پآکستان کې دګیسو زیرمې ډيرې محدودې دي  او مونږ  دانرژۍ له سخت بحران سره مخامخ یوو،دبندیزونو دلیريکیدا په بڼه کې به   د ایران دګیسو دمنتقلونکي پایپ لاین پروژه د  پاکستان لپاره ډیره مهمه  وي  او  مونږ  له خپل ګاونډي هیواده په ارزانه بیّه  ګیس ترلاسه کولی شو .