د امریکائي بندیزونو په مقابل کې د ایران مقاومت دستاینې وړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i118774-د_امریکائي_بندیزونو_په_مقابل_کې_د_ایران_مقاومت_دستاینې_وړ_دی
د اسلامی ایران حکومت   اسلامی نړۍ په تیره بیا له ګاونډیو  او دوستو هیودونو سره داړیکو پراختیا ته ډير اهمیّت او لومړیتوب ورکوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2022 07:58 Asia/Kabul
  • د امریکائي بندیزونو په مقابل کې د ایران مقاومت دستاینې وړ دی

د اسلامی ایران حکومت   اسلامی نړۍ په تیره بیا له ګاونډیو  او دوستو هیودونو سره داړیکو پراختیا ته ډير اهمیّت او لومړیتوب ورکوي .

ایرناخبری آژانس راپور راکړ، د پاکستان د بشری حقوقو د چارو زویر ریاض حسین پیرزاده  نن سهار  په پآکستان کې د ایران له سفیر سید محمد علی حسیني سره په کتنې کې د امریکا د یواړخیزو بندیزونو په وړاندې د مقاومت  پشمول د  لویدیځي نړۍ د منفي او توپيري  اقداماتو په مقابل کې د ایران دملت  د استقامت او مجاهدت په اړه په مبارکۍ وئيلو سره  زیاته کړې ده ، د پاکستان حکومت او ولس  دایران له  اسلامی جمهوریت سره  دملګرتیاؤ دپراختیا سره ډيره زیاته دلچسپي لري.

 دپاکستان دبشری حقوقو د چارو زویر  له ایران سره د دوواړخیزو اړیکو   د پراختیا په اهمیّت باندې په ټينګار سره  ووئيل،د پاکستان ولس تل له پاکستانیو زایرینو څخه  د ایران د ولس او حکومت کوربتون  او د زیارتي شرائطو د برابرولو  په باب  آسانتیاؤ  د رامینځةکونکو اقداماتو ته داحترام په سترګه ګوري .

 په پاکستان کې دایران سفیر محمد علی حسیني  هم په دغې کتنې کې  له اسلامه د ویرولو له پروسې  او ګواښ سره د اغیزشیندونکي مقابلې لپاره  په ډيپلوماټيکو جبهو کې  د پاکستان د رول په قدرونې سره ، د مقدساتو په ضد د سپکو اقداماتو او  له اسلام سره د  مخامخیدنې د مخنیوي لپاره د  اسلامی نړۍ او مسلمانو حکومتونو  دملګرتیاپه ضرورت په ټينګار سره ووئيل ،  د اسلامی ایران حکومت   اسلامی نړۍ په تیره بیا له ګاونډیو  او دوستو هیودونو سره داړیکو پراختیا ته ډير اهمیّت او لومړیتوب ورکوي .