د پاکستان د تحریک انصاف غړیو مظاهرې وکړې
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د تحریک انصاف غړیو د پخواني لومړي وزیر عمران خان په غوښتنه د هیواد په بیلابیلو ښارونو کښې مظاهرې وکړې.
دغه مظاهرې د پاکستان د پنجاب صوبې د اعلی وزیر په توګه د حمزه شهباز شریف د بیا ټاکل کیدا پرضد شوي دي.
د پاکستان د تحریک انصاف غړیو د اسلام اباد په ډي چوک ،ایف ناین پارک او په لاهور کښې په لیبرټي چوک کښې مظاهرې وکړې.
دغه راز په کراچۍ کښې په تین تلوار او نرسري سیمه کښې هم د تحریک انصاف ګوند غړیو مظاهرې وکړې او هلته د ګاډو تګ راتګ هم ګډوډ شوی و.
په پیښور کښې هم په اشنغرۍ سیمه کښې د تحریک انصاف غړیو مظاهره وکړه او ټایرونو ته یې اوور واچوه.
د پاکستان د تحریک انصاف غړیو د پنجاب د اعلی وزیر د ټاکل کیدا په هکله شعارونه ورکړل.
د پندۍ په چاندني چوک ، په کویټه کښې په منان چوک ، په فیصل اباد کښې په چوک ګهنټه ګهر او په سیالکوټ سیمه کښې هم د تحریک انصاف غړیو مظاهرې وکړې.
د سیند صوبې په حیدر اباد سیمه کښې د پیپلز ګوند او د تحریک انصاف ګوند کارکونکو د یوه بل پرضد شعارونه ورکړل او پولیسو هلته موجود کسان په کوتکو باندې ووهل.