پاکستان له ایران سره داړیکو د پراختیا لپاره هیڅ محدودیت نه لري
د ایران او پاکستان اړیکې دپاکستان د خپلواکۍ ترتاریخه ژورې ریښې لري او په وروستیو کلونو کې په مختلفو برخو کې د تهران او اسلام اباد اړیکې مخ په وده شوي دي .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ ،په ایران کې د پاکستان سفیر ددې خبرې په کولو سره چې اسلام اباد له تهران سره داړیکو دپراختیا لپاره هیڅ محدودیّت نه لري ، په درستو زمینو کې ئې د دوواړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا اوپیاوړتیا غوښته وکړه .
د ایران او پاکستان اړیکې دپاکستان د خپلواکۍ ترتاریخه ژورې ریښې لري او په وروستیو کلونو کې په مختلفو برخو کې د تهران او اسلام اباد اړیکې مخ په وده شوي دي .
پاکستان د ایران د یوه دوست ،ورور او ګاونډي هیوادپه توګه د وچې د څه دپاسه نهه سوه کلومیټره پولې په درلودلو سره له ایران سره له عراقه وروسته ترټولو اوږد سرحد لري.
په راپور کې وئيل شوي دي،په ایران کې د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي پرون مازدیګر د ایرنا خبری اژانس له عمومي مدیر علی نادري سره په کتنې کې یو ځل بیا د ایران دملت له بائيکاټیدا سره په مخالفت مشتمل د پاکستان دحکومت دریځونه اعلان کړل او وې وئيل و دغو بندیزونو د ایران پر ملت دباؤنه اچولي دي اوبې شکه کله د اسلامی امت یوه برخه له مشکل او ترینګلتیاؤ سره مخ وي ،نو نور مسلمان ملتونه به هم ورڅخه کړیږي.
په ایران کې د پاکستان سفیر، دګډې پولې د بازارچو رامینځةکول اوپراخول ، د ایران او پاکستان دتجارتي اواقتصادي مناسباتو په پراختیا کې یو اغیزشیندونکی عامل وبالۀ او هیله ئې وښودله په نزدې راتلونکي کې ددواړو هیوادونو ترمینځ دوې نوره ګډې پوله ایزې بازارچې هم افتتاح شي . د پاکستان سفیر همداراز د ایران دسینما ارزښتمن او مهم ځائيګي ته په اشارې سره د پاکستان د ملت لپاره په اردو ژبه د ایران دسینمائي فلمونو د ښودلو لپاره د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ.