د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو آزادول او دبندیزونو ختمول حیاتي دي
مونږ په افغانستان کې د طالبانو له موقته حکومته غواړو،چې خپلې ژمنې دې هیرې نه کړي چې بشری حقوق، دمیرمنو وضعیّت،د انجونو زده کړې او د انسان دوستس دمرستو په بحث کې له نړیوالو اورګانونو سره ملګرتیاپکې شامله ده .
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پرون د افغانستان په موضوع سره د تاشکند په کنفرانس کې پخپلې وینا کې ددغه هیواد کنګل شوي اسعاري زیرمې دافغانانو خپلې وبللې او دبندیزونو دلغوه کیدا پر ضرورت ئې په ټينګار سره ووئيل،ددغو شتمنیو آزادول، دافغانستان د اقتصادي بحران دحل او دمعیشت د برابرولو لپاره حیاتي چاره ده.
محمد صادق په دغې نړیوالې غونډې کې همداراز د افغانستان په باب د پاکستان دحکومت ترټولو وروستي دریځونه تشریح کړل . او وې وئيل ، مونږ په افغانستان کې د طالبانو له موقته حکومته غواړو،چې خپلې ژمنې دې هیرې نه کړي چې بشری حقوق، دمیرمنو وضعیّت،د انجونو زده کړې او د انسان دوستس دمرستو په بحث کې له نړیوالو اورګانونو سره ملګرتیاپکې شامله ده .