نړۍ دې په افغانستان کې د طالبانود خدماتو قدرونه وکړي
د شانګهائي ملګرتیا موسیسې دغړو هیوادونو د خارجه وزیرانو ناسته د جولائي په ۲۸ او ۲۹ نیټه دازبکستان په تاشکند کې ترسره شوه .
د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بوټو زرداری پرون په تاشکند کې د شانګهائي ملګرتیا موسیسې دغونډې په څنډې کې د طالبانو د موقته حکومت له ارجه وزیر امیر خان متقي سره په کتنې کې ووئيل، د طالبانو له خوا د امنیت تامینول ، له نړیوالې ټولنې سره د باؤر جوړونې لپاره یو مهم ګام دی .
بلاؤل بوټو زرداري زیاته کړې ده،افغانستان په سیمې کې په اقتصادي ودې او ټرانزیټ کې مهم رول لوبولی شي.
امیر خان متقي هم په دغې کتنې کې په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د پاکستان د انسان دوستۍ دمرستو په قدرونې سره ووئيل،په افغانستان کې دامنیت او ثبات په بیرته ستنیدا سره،ددواړو هیوادونو او سیمې لپاره د اقتصادي مبادلاتو او ټرانزیټ لپاره ښه فرصت برابر شوی دی.
د شانګهائي ملګرتیا موسیسې دغړو هیوادونو د خارجه وزیرانو ناسته د جولائي په ۲۸ او ۲۹ نیټه دازبکستان په تاشکند کې ترسره شوه .