افغانستان ته د پاکستان د پارلمان او د قبایلي مشرانو پلاوی ورغلی
تسنیم خبري اژانس وايي د پاکستان د پارلمان د استازیو او د قبایلي مشرانو یو پلاوی د افغانستان د طالبانو د حکومت په مینځګړیتوب سره له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره کابل ته رسیدلی.
په کابل ښار کښې د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره د پاکستان د علماو د پلاوي له بیرته ستنیدا سره په یووخت د پاکستان د پارلمان د استازیو او د قبایلي مشرانو اولس کسیز پلاوی کابل ته رسیدلی دی.
د پاکستان دغه پلاوی چې د څلور ورځني سفر لپاره کابل ته تللی دی ټاکل شوي ده چې د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره کتنه او له هغوې سره خبرې تعقیب کړي.
د مفتي تقي عثماني په مشرۍ د پاکستان د علماو اته کسیزه پلاوی د افغانستان د طالبانو او تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره له غونډو وروسته پرون پاکستان ته ورستون شو.
د پاکستان چارواکي له خیبر پښتونخوا صوبې سره د قبایلي سیمو د الحاق د لغو کولو ، له افغانستان سره د پاکستان له سرحدي سیمو د پاکستان د عسکرو د وتلو او د تحریک طالبان پاکستان د زنداني شویو غړیو د بښلو په شمول د تحریک طالبان پاکستان غوښتنې د اساسي قانون پرضد ګڼي او ورسره یې مخالفت کړی دی داسې موضوع چې په خبرو کښې د بندون سبب شوي ده.
تحریک طالبان پاکستان ویلي دي چې هیڅکله به له خپلو غوښتنو شاته نشي.