له امریکا د پاکستان د مرستې غوښتنه د کمزورتیا نښه ده
اسپوتنیک خبري اژانس وايي د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور د ترلاسه کولو لپاره له امریکا څخه د پاکستان د پوځ غوښتنه د کمزورتیا نښه وبلله.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا له امریکا غوښتنه کړي ده چې زر تر زره د پیسو د نړیوال صندوق پور اسلام اباد ته ورسوي داسې اقدام چې پخواني لومړي وزیر عمران خان ورباندې نیوکه کړي ده.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان وویل د پوځ د مشر جنرال باجوا دغه اقدام چې امریکا څخه یې غوښتي دي د پاکستان په اقتصادي چارو کښې لاسوهنه وکړي د اسلام اباد کمزورتیا نښه ده.
عمران خان وویل چې جنرال باجوا د پوځ د مشر په توګه باید د پاکستان په اقتصادي مسائیلو کښې لاسوهنه ونکړي او د پاکستان د اقتصاد په پښو درول د باجوا کار نه دی.
د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان وویل د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا په دې دلیل په دغه چارې کښې لاسوهنه کړي ده چې د پیسو نړیوال صندوق د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان په اوسني حکومت اعتماد نلري.
پاکستان له سخت اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دی او حکومت ویلي دي چې حاضردمه په خارج کښې د پاکستان د ډالرو زیرمې کابو اته اعشاریه پینځه میلیارډه ډالره دي چې په نهایت کښې تر یوه نیمې میاشتې پورې د پاکستان د وارداتو لپاره کافي دي.