پاکستان کښې سیلاب راغلی او پنځوس کلي تر اوبو لاندې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i119206-پاکستان_کښې_سیلاب_راغلی_او_پنځوس_کلي_تر_اوبو_لاندې_شوي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان چارواکو ویلي دي چې له بلوچستان صوبې څخه سیند صوبې ته د سیلاب د اوبو له رسیدا وروسته په سیند صوبې کښې دیرش کلي اوبو لاندې کړي او تراوسه د هغو کلیو شمیر چې اوبو لاندې کړي دي پنځوسو ته رسیدلی دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 01, 2022 05:02 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې سیلاب راغلی او پنځوس کلي تر اوبو لاندې شوي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان چارواکو ویلي دي چې له بلوچستان صوبې څخه سیند صوبې ته د سیلاب د اوبو له رسیدا وروسته په سیند صوبې کښې دیرش کلي اوبو لاندې کړي او تراوسه د هغو کلیو شمیر چې اوبو لاندې کړي دي پنځوسو ته رسیدلی دی.

د پاکستان په بلوچستان او سیند صوبو کښې سختو بارانونو او سیلابونو ډیر تاوانونه رسولي دي او په بلوچستان صوبې کښې د سیلاب له کبله تراوسه څه د پاسه یوسل څلرویشت کسان وژل شوي دي.

ویل کیږي چې د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کښې د سختو بارانونو او د سیلابونو له کبله په سلګونو خلک بې کوره شوي دي.

په پاکستان کښې سختو بارانونو تراوسه څه د پاسه درې سوه پنځوس کسان وژلي او په سلګونو نور ژوبل کړي هم دي.

دغه راز پرون د پاکستان په جنوب لویدیځ کښې پینځه اعشاریه شپږ ریشټره زلزله هم راغلي وه چې نور جزیات یې نه دي معلوم.