د پاکستان پلاوي له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې کړي دي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پښتو دولس کسیزه حکومتي جرګې پرون په کابل کښې د تحریک طالبان پاکستان له غیرقانوني ډلې سره د خبرو اترو یوبل پړاو بشپړ کړ.
بیرسټر محمد علي اصف چې د دغه دولس کسیزه پلاوي مشرۍ کوي له تحریک طالبان پاکستان غیر قانوني ډلې سره په خبرو کښې بندون رد کړ او ویې ویل له طالبانو ډلې سره درې ورځنۍ خبرې په مثبت چاپیریال کښې وشوې او دواړو لورو خپلې اندیښنې مطرح کړې.
هغه وویل په کابل کښې له تحریک طالبان پاکستان سره د حکومت د پښتنو دولس کیسزه ډلې خبرې اترې نه دي ناکامه شوي بلکې دوام لري او زیاته یې کړه د خبرو اترو بریالیتوب یا ناکامۍ په هغه وخت وجاجول شي کله چې خبرې پاې ته ورسیږي.
بیرسټر محمد علي اصف وویل خبرې به هغه وخت ناکامه شي کله چې یو یا بل لوری د خبرواترو د بندولو فیصله وکړي.
هغه وویل خبرې اترې بندون ته نه دي رسیدلي او مونږ له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره او دغه راز د افغانستان له طالبانو سره تعامل او خبرې کړي دي.
د پاکستان د دولس کسیزه پلاوي مشر بیرسټر محمد علي اصف وویل مونږ له تحریک طالبان پاکستان سره جلا خبرې کړي دي او دغه راز د افغانستان د طالبانو او د تحریک طالبان پاکستان له غړیو سره یوځاې هم خبرې کړي دي.
تحریک طالبان پاکستان ډله د پاکستان د قبایلي سیمو د پخواني حالت د بیرته ستنیدا غوښتنه کوي.