په کراچۍ کې د ښکلی ایران په نامې سره ټوریسټي سیمنار جوړیږي
دغه سیمنار چې ایجنډا ئې له ټوریزم څخه ملاتړ او د ولسی ارتباطاتو او ټوریسټي پلاؤ دتبادلې له پراختیا سره مرسته ده،د ایران او پاکستان د دوو ګاونډیو او دوستو هیوادونو دملګرتیا په پیاوړتیا کې به یو مهم ګام وي.
د ایران داسلامی جمهوریت او پاکستان ترمینځ د ولسی ارتباطاتو او ټوریزم د صنعت دملاتړ په موخې سره د ښکلي او جذبونکي ایران په نامې سره دوهم سیمنار په کراچې کې د ایران د کونسلګرۍ په همت سره ترسره کیږي.
ایرنا خبری اژانس راپور راکړ،په کراچۍ کې د ایران سرکونسل حسین نوریان په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، په کراچۍ کې د ایران د کونسلګرۍ په همت او د ایران او پاکستان د ټوریزم د حوزې د مسئولانو او فعالانو په ګډون سره،د ښکلي او جذاب ایران په نامې سره دوهم سیمنار په دوشنبې ورځې ترسره کیږي.
نوریان زیاته کړېده ، دغه سیمنار چې ایجنډا ئې له ټوریزم څخه ملاتړ او د ولسی ارتباطاتو او ټوریسټي پلاؤ دتبادلې له پراختیا سره مرسته ده،د ایران او پاکستان د دوو ګاونډیو او دوستو هیوادونو دملګرتیا په پیاوړتیا کې به یو مهم ګام وي.
د پاکستان په کراچۍ کې د ایران سرکنسول روښانه کړې،د ایران دلاسي صنائعو اوټوریزم اوکلتوری میراث د وزارت دټوریزم دبرخې مرستیال علی اصغر شالبافیان او د پاکستان د د سند صوبې د ټوریزم او کلتوری چارو صوبائي وزیر سد سردار شان به د ښکلي او جذاب ایران نومې سیمنار ځانګړي میلمانه وي او دسند صوبې دټوریزم د برخې مسئولان اوفعالان ا و همداراز له تهران ،فاررس ، سیستان او بلوچستان او خراسان رضوي ولایتونو څخه به هم مسئولان اوفعالان په دغه سیمنار کې ګډون وکړي.
د ایران اسلامی جمهوریت هرکال د لسګونو زره هغو زیارتوالو کوربه وي چې د ایران د مقدسو ځایونو دزیارت او دغه راز په عراق کې د عتبات عالیات د زیارتونو لپاره دایران له لارې سفرونه کوي. دغه راز له مذهبی زیارتونو او سیل ورتیر دټوریزم دتعاملاتو پراختیا هم د دواړو هیوادونو د سیاحت،تمدن،کلتوري او اجتماعي حوزو کې دیوه بل د ظرفیّتونو له معرفي کید اسره هم ډ یره مرسته کوي او د ولسی ارتباطاتو په پیاوړتیا کې هم یو اساسی ګام دی.