په کراچۍ کې  د ښکلی ایران په نامې سره ټوریسټي سیمنار جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i119948-په_کراچۍ_کې_د_ښکلی_ایران_په_نامې_سره_ټوریسټي_سیمنار_جوړیږي
دغه سیمنار چې  ایجنډا ئې  له ټوریزم څخه  ملاتړ او د ولسی ارتباطاتو او ټوریسټي پلاؤ دتبادلې له پراختیا سره مرسته ده،د ایران او پاکستان د دوو ګاونډیو او دوستو هیوادونو  دملګرتیا په پیاوړتیا کې به یو مهم ګام وي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2022 03:42 Asia/Kabul
  • په کراچۍ کې  د ښکلی ایران په نامې سره ټوریسټي سیمنار جوړیږي

دغه سیمنار چې  ایجنډا ئې  له ټوریزم څخه  ملاتړ او د ولسی ارتباطاتو او ټوریسټي پلاؤ دتبادلې له پراختیا سره مرسته ده،د ایران او پاکستان د دوو ګاونډیو او دوستو هیوادونو  دملګرتیا په پیاوړتیا کې به یو مهم ګام وي.

د ایران داسلامی جمهوریت او پاکستان  ترمینځ د ولسی  ارتباطاتو او ټوریزم د صنعت دملاتړ په موخې سره د ښکلي او جذبونکي ایران په نامې سره دوهم سیمنار په کراچې کې د ایران د کونسلګرۍ په همت سره ترسره کیږي.

ایرنا خبری اژانس راپور راکړ،په کراچۍ کې د ایران  سرکونسل حسین نوریان  په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، په کراچۍ کې د ایران د کونسلګرۍ په همت او د ایران او پاکستان د ټوریزم د حوزې د  مسئولانو او فعالانو په ګډون سره،د ښکلي  او جذاب ایران په نامې سره دوهم سیمنار په دوشنبې ورځې ترسره کیږي.

 نوریان زیاته کړېده ، دغه سیمنار چې  ایجنډا ئې  له ټوریزم څخه  ملاتړ او د ولسی ارتباطاتو او ټوریسټي پلاؤ دتبادلې له پراختیا سره مرسته ده،د ایران او پاکستان د دوو ګاونډیو او دوستو هیوادونو  دملګرتیا په پیاوړتیا کې به یو مهم ګام وي.

د پاکستان په کراچۍ کې د ایران سرکنسول  روښانه کړې،د ایران دلاسي صنائعو اوټوریزم  اوکلتوری میراث د وزارت دټوریزم دبرخې  مرستیال  علی اصغر شالبافیان او د پاکستان د د سند صوبې د ټوریزم او کلتوری چارو  صوبائي وزیر سد سردار شان  به  د ښکلي  او جذاب ایران نومې سیمنار  ځانګړي میلمانه  وي  او دسند صوبې  دټوریزم د برخې  مسئولان اوفعالان ا و همداراز  له تهران ،فاررس ، سیستان او بلوچستان  او خراسان رضوي ولایتونو څخه به هم  مسئولان اوفعالان په دغه سیمنار کې ګډون وکړي.

د ایران اسلامی جمهوریت  هرکال د  لسګونو زره  هغو زیارتوالو  کوربه وي چې  د ایران د مقدسو ځایونو دزیارت   او دغه راز په  عراق کې د عتبات عالیات د زیارتونو لپاره  دایران له لارې سفرونه کوي. دغه راز له مذهبی زیارتونو  او سیل ورتیر  دټوریزم دتعاملاتو پراختیا هم  د دواړو هیوادونو د سیاحت،تمدن،کلتوري او اجتماعي حوزو کې  دیوه  بل د ظرفیّتونو له معرفي کید اسره هم ډ یره مرسته کوي او  د ولسی ارتباطاتو په پیاوړتیا کې هم یو اساسی ګام دی.