پاکستان کې سېلابونو ۱۰۳۳ کسان وژلي او ګڼ شمیر نور ژوبل کړي
زمونږ خبریال وايي په پاکستان کې طبیعي پېښو ته د چمتووالي ادارې "اېن ډي ایم اې" اعلان کړی چې د جون له ۱۴ مې دغه هېواد کې په سختو ورښتونو او سېلابونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۳۳ تنو ته رسېدلی.
د دې ادارې په نوي رپوټ کې راغلي چې د سېلابونو په قربانیانو کې ۳۴۸ ماشومان، ۲۰۷ ښځې او ۴۵۶ سړي دي.
'اېن ډي اېم اې' ویلي تر ټولو ډېر کسان (د ۱۳۷ ماشومانو په ګډون ۳۴۷) د پاکستان سند ایالت کې وژل شوي.
تر سند وروسته بلوچستان کې د ۲۳۸ او خیبر پښتونخوا کې ۲۲۶ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی دی.
پاکستان کې طبیعي پېښو ته د رسېدو اداره وایي وروستیو سېلابونو کې په پنجاب کې ۱۶۸، کشمیر کې ۳۸، ګلګت بلتستان کې ۱۵ او پلازمېنه اسلام اباد کې یو کس وژل شوی.
دغو ورښتونو او سېلابونو کې د ټول پاکستان په کچه ۱۵۲۷ کسان ټپي شوي هم دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي سلمان صوفي ویلي دغه هیواد ډیرو نورو مرستو ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړې چې د پاکستان حکومت خپلو خلکو سره مرستې لپاره په ټول توان هڅې کوي.
دغه پاکستان چارواکي زیاته کړې "پاکستان له اقتصادي مسایلو سره پنجې نرمولې، سم چې پرې برلاسه کېدلو د مونسون ناورین را ورسېد."
ښاغلی صوفي وايي د پاکستان حکومت د ګڼو پرمختیايي پروژو پیسې اغېزمنو شویو خلکو سره مرستې ته راتاوې کړې دي.
د 'این ډي اېم اې' په وینا دغو سېلابونو د پاکستان بېلابېلو سیمو کې له ۵ میلیونو - ۷۷۳ زرو ډېر کسان اغېزمن کړي دي.
دا تر دې دمه تایید شوی شمېر دی او د طبیعي پېښو پر مهال د مرستې اداره وايي د لوړېدو امکان یې ځکه ډېر دی، چې د ټولټال ۳۳ میلیونه کسانو د زیانمنېدو اټکل شوی.
د دې ادارې په وینا دغو سېلابونو نږدې ۹۵۰ زره کورونه او استوګنځي او همدا راز ۷۲۰ زره څاروي وړي دي، ۵۱ زره کسان ژغورل شوي او نږدې نیم میلیون په لنډمهاله پنډغالو کې مېشت دي.
دغو ورښتو او سېلابونو د تېرې جون میاشتې له ۱۴مې پاکستان کې ۳۴۵۱ کیلو متره سړکونه، ۱۴۹ پلونه او ۱۷۰ هټۍ هم ویجاړې کړې دي.
د پاکستان حکومت له غوښتنې وروسته بېلا بېلو نړیوالو مرستندویانو له سېلاب ځپلو سره د نژدې ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی.