پاکستان ه طالبانو د ملا یعقوب څرګندونې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i120296-پاکستان_ه_طالبانو_د_ملا_یعقوب_څرګندونې_وغندلې
زمونږ خبریال وايي پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد دې ادعا ته سخت غبرګون ښودلی چې ګوندې د امریکا لخوا د پاکستان هوایي حریم افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره کارول کېږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2022 00:58 Asia/Kabul
  • پاکستان ه طالبانو د ملا یعقوب څرګندونې وغندلې

زمونږ خبریال وايي پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد دې ادعا ته سخت غبرګون ښودلی چې ګوندې د امریکا لخوا د پاکستان هوایي حریم افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره کارول کېږي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې د ښاغلي مجاهد څرګندونې د ژورې خواشینۍ وړ دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې "له هر راز شواهدو پرته، چې پخپله افغان وزیر هم ورته اشاره درلوده، داسې اټکلي تورونه د خورا ډېرې خواشینۍ وړ او د مسوولانه ډېپلوماتیکو اصولو له  چلن سره  په ټکر کې دي."

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع چارسمبالي پرون سهار په  کابل کې له خپل لوی درستیز قاري فصیح الدین او دفاع وزارت ویاند مولوي عنایت الله خوارزمي سره یوې ګډې خبري ناستې ته وویل، د دوی معلومات ښيي، چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریمه افغانستان ته راننوځي.

د امریکا دفاع وزارت وايي کابل کې خونړی ډرون برید له قانونه سرغړونه نه وه

د طالبانو دفاع وزیر وايي  د امریکا بې پیلوټه الوتکې له پاکستانه افغانستان ته راځي.

امریکا د کابل په  ډرون برید کې د وژل شویو ۱۰ کسانو کورنۍ ته د تاوان ورکولو وړاندیز کړی

هغه زیاته کړه " امریکایانو د وتلو په وخت کې زموږ راډار سیستم خراب کړی او له منځه وړی دی، خو زموږ مالومات ښيي چې دوی (د امریکا ډرون الوتکې) د پاکستان له لارې افغانستان ته داخلېږي... موږ له پاکستان غواړو چې خپله خاوره زموږ پرضد ونه کاروي".

ملا یعقوب چې د طالبانو د تحریک د بنسټګر او لومړني مشر ملا محمد عمر مجاهد زوی دی، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته د دوی چارسمبالي حکومت کې دفاع وزیر دی.

هغه د امریکا لخوا د افغانستان هوايي حریم نقضېدو او دغه هېواد کې پوځي عملیاتو لپاره د پاکستان هوايي حریم د کارېدو دا ادعا داسې مهال کړې، چې څه موده وړاندې د القاعده ډلې  مشر ایمن الظواهري کابل کې د امریکا په یوه ډرون برید کې ووژل شو.

طالبانو تر اوسه کابل کې د الظواهري د وژل کېدو پخلی نه دی کړی، خو څو ورځې وړاندې یې د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل امریکایۍ الوتکې لاهم د افغانستان پر فضا ګرځي چې د ده په وینا دا تېری باید بند شي.

د طالبانو حکومت چارواکي وايي امریکا سره یې هم په دې اړه خبرې کړې دي.

د یادونې ده چې کابل کې د القاعده شبکې مشر د وژل کېدو تر ادعا وروسته پاکستان کې هم د امریکا لخوا دوی د هوايي حریم د کارېدو په دې اړه بحثونه کېدل او د عمران خان په ګډون د اپوزیسیون ځینو مشرانو په دې اړه وضاحت هم غوښتی و .

د پاکستان حکومت او پوځ هغه مهال دا په کلکه رد کړې وه چې د دوی هوايي حریم دې افغانستان کې د بریدونو لپاره کارول شوی وي.

اوس تازه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خپله اعلامیه ویلي دوی د ټولو هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا باور ته خپله ژمنتیا تکراروي او ترڅنګ یې هر ډول ترهګري هم غندي.

پاکستان پر دې سربېره د طالبانو له چارسمبالي حکومت نړیوالې ټولنې سره د کړې ژمنې عملي کېدل هم غوښتي چې افغانستان به اجازه نه ورکوي خاوره یې د بل هېواد خلاف ترهګرۍ لپاره وکارول شي.